مطبوعاتي اعلاميه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\د زمري لومړۍ
د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهور ريیس د څرګندونو په اړه د افغانستان  د اسلامي جمهوري دولت مطبوعاتي اعلامیه!
افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت – دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی.
د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.
له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دي، موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو،خو زموږ د هېواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له شتون پرته نشي ټاکل کېدلای.
زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي. 
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهور ريیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د دې مسالې اړوند بدلونونه په دوامداره توګه د افغانستان ازادو خلکو سره شریک کړي.
پاى\جهان يار

 

back to top