18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

انتخابات او امنیتي ګواښونه

کابل/ باختر/ د وږي ۲٧ مه د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامد کرزي د ترامپ څرګندونې په ډېرو سختو الفاظو سره وغندلې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامد کرزي د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رييس دونالد ترامپ هغه وروستۍ څرګندونې چې د پاکستان له صدراعظم سره  په کتنه کې يې کړې دي په ډېرو سختوالفاظو سره وغندلې.
د باختراژانس د خبرله مخې، ترامپ د پاکستان له صدراعظم سره  په کتنه کې ويلي دي ( که چيرې زه وغواړم  کولاى شم په افغانستان کې جګړه د يوې اوونۍ په دننه کې وګټم، خو زه نه غواړم لس مليونه انسانان ووژنم . که چيرې ما غوښتې واى د افغانستان جګړه وګټم  کولاى مې شول چې دغه هېواد د لسو ورځو په دننه کې د ځمکې له کرې  څخه حذف کړم.)
د هېواد پخواني جمهور رييس دغه څرګندونې  د افغانستان خلکو ته سپکاوى بللى دى او په دې اړوند يې مطبوعاتي دفتر يوه اعلاميه خپره کړه چې پکې حامد کرزي دغه څرګندونې د افغانستان خلکو ته ستر سپکاوى  بولي او هغه په ډېرو سختو الفاظو سره غندي .
حامد کرزي ويلي، د ترامپ دغه څرګندونې زموږ د خلکو او هېواد په وړاندې   د امريکا د مشرتابه د کورنيو مکنوناتو منعکس دى او ښيي  چې هغوى يې انساني ژوندانه او کرامت ته هيڅ  درناوى نه لري .
دوه کاله مخکې د امريکا حکومت د افغانستان په خاوره  کې د ډېر سترغير اټومي بمب په کارولو سره د افغانستان د خلکو، زموږ د ملي واکمنۍ او د بشر دوستانه ارزښتونو په وړاندې  د خپل ښه نيت نشتوالى وښوده .
پخواني جمهور رييس دغه راز زياته کړې، د افغانستان خلکو له زياتې مودې رايدېخوا او په تېره بيا د سولې د بهير له پيل کېدو وروسته له پاکستان سره د امريکا د متحده ايالاتو له وروستيو معاملو څخه اندېښنه لرله او د پاکستان د صدراعظم په وړاندې د ترامپ وروستۍ څرګندونې ښيي چې په دې لاره کې د افغانستان د خلکو اندېښنې په بشپړه توګه پرځاى او برحقه دي . ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Wednesday, 24 July 2019 04:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.