19 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نېکمرغه لوى اختر په درناوي د طالبانو او حکومت له لوري د لسګونو بندي پوځيانو او طالبانو خلاصون

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري ٢١مه
د افغانستان حکومت او د طالبانو ډلې، د نېکمرغه لوى اختر په درناوى خپل لسګونه بنديان آزاد کړل.
د افغانستان حکومت ٣٥ بندي طالبان د ملي امنيت له جېلونو څخه آزاد کړل او له بلې خوا د طالبانو ډلې اعلام وکړ چې ٧٦ پوځي بنديان يې د نېکمرغه لوى اخترپه مناسبت آزاد کړي دي.
په همدې حال کې د افغانستان حکومت او د طالبانو ډلې دواړو د يوبل له بند څخه د لسګونو بندي طالبانو او پوځيانو خلاصون تاييد کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پايتخت دوحه کې د امريکايي مقاماتو او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ د سولې خبرو اترو اتم پړاو پرون پاى ته ورسېد.
دواړو لورو له درې ورځني خبرو وروسته د خبرو پايلې له هيلو ډکې وبللې.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د طالبانو ډلې له استازو سره د خبرو د اتم پړاو له پاى ته رسېدو وروسته وويل: هيله ده چې د افغانستان خلک  د را روان کال نېکمرغه لوى اختر له جګړو او تاوتريخوالي څخه په خلاصه فضا کې  تېر کړي.
ختم- ف- اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.