کابل/باختر/ د زمري ٢١مه
د مبارکۍ پيغام
د افغانستان د طبي شورا رييس او د مشرتابه پلاوي غړو په يوه پيغام کې د نېکمرغه لوى اختر له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني او د جمهوري رياست مرستيالانو، اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله او د اجراييه رياست مرستيالانو، د عدلي او قضايي بنسټونو او د ملي شورا رييسانو، د کابينې غړو او د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي ويلې ده.
په پيغام کې د افغانستان ټول ملت ته په هېوادکې د سولې د هيلو په ترڅ کې ټينګار شوى دى چې د افغانستان د طبي شورا د مشرتابه پلاوي او کارکوونکي خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي لپاره يوځل بيا ژمنه کوي.
ختم- ف- اکرم