19 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نېکمرغه لوى اختر په مناسبت د جمهوررييس له فرمان سره سم، ٣٥ بندي طالبان د ملي امنيت د لوى رياست له توقيف خونې څخه آزاد شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري ٢١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د نېکمرغه لوى اختر په مناسبت د فرمان، د مخالفينو په وړاندې د ښه نيت او د طالبانو له ډلې سره د سولې خبرو د پرمختګ په باب ٣٥ تنه بنديان د ملي امنيت د لوى رياست له توقيف خونې څخه آزاد کړل.
باختر آژانس ته د ملي امنيت د لوى رياست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې: د افغانستان حکومت د دايمي سولې او اوربند په موخه، تل د خبرو لاره پرانيستې  پريښې ده چې ټول ښکيل لوري جګړه پاى ته ورسوي او په خبرو او نرمښت لاس پورې کړي.
د دغو بنديانو د خلاصون اقدام هم د سولې د خبرو او د جګړې د بندولو په وړاندې  د حکومت د کلکې ارادې څرګنده بېلګه ده.
د ملي امنيت لوى رياست له ټولو آزادو شويوکسانوڅخه غوښتنه کوي چې له دې وروسته دې د هېواد د سولې او ټيکاو د دښمنانو له خوا ونه غوليږي او له هغوى سره  همکاري و نه کړي.
ختم- ف - اکرم

Last modified on Tuesday, 13 August 2019 16:39

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.