20 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه له مرکز څخه ديو تروريست نيول کيدل

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د فراه پوليسو تيره...

د شبرغان- مزارشريف لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د شبرغان- مزارشريف لويه...

په ننګرهار کې دملکي وګړو دتلفاتو په اړوند ضد ونقيض ادعاوې

جلال آباد / باختر/ د وږي٢٩مه : په ننګرهارکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د خپلواکۍ سلمه کالیزه مو مبارک شه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\د زمري ٢٦ مه
د زمري ۲۸مه د افغانستان په تاریخ کې هغه زرینه ورځ ده چې غازي امان الله خان د هېواد د زړورو مجاهدینو او افغان میړني پوځ په مرسته د افغانستان خپلواکي اعلام کړه او هېواد یې د انګریزي ښکیلاک له منګولو وژغوره.
د افغان ـ انګلیس په تاریخي جګړو کې د افغان اتلانو کارنامې، اتلولۍ او شهکارونه، نه هېریدونکې دي چې د همدغه کارنامو په تسلسل غازی امان الله خان پاچا شو، واک ته تر رسېدو وروسته یې مجاهدین، خلک او اردو یو موټی، د انګریزي ښکیلاک پر وړاندې راټول او رسما یې افغانستان د یو خپلواک هېواد په حیث نړۍ ته ور وپېژنده.
موږ دا ورځ ځکه نمانځو چې د زرګونو شهیدانو د سپېڅلو وینو په برکت مو ملت له پردي استعمار څخه خپلواکۍ ته رسیدلی او د یو خپلواک هېواد په توګه د نړۍ په جغرافیه کې ځلیدلی دی چې د خپلواکۍ د ټولو مزایاوو څخه برخمن دی.
دا ورځ موږ ته پېغام راکوي چې اوس هم ، زموږ هېواد او ملت د تاریخ خورا حساس پړاوونه شاته پرېږدي، هماغسې یوې روحیې ته اړتیا ده چې خپل هېواد له موجوده بحرانونو څخه په بري سره وباسو او یو آزاد، آباد او سوکاله هېواد ولرو، د زمري د ۲۸ ورځې په شان ټول ملت له ژبنیو ، سمتي او مذهبي تعصباتو پرته يوازې د افغان مسلمان ملت په توګه د ملي بېرغ تر سیوري لاندې راټول شو او ټول په یوه غږ د شته ګواښونو پر وړاندې کلک ودرېږو او د ملت داخلي او بهرنيو دښمانانو ته داسې درس ورکړو چې نور زموږ ملت او هېواد خواته په نېغو سترګو ونشي کتلی.
په دې توګه د اجراييه رياست لومړى مرستيال محمد خان لومړی خپل قهرمان ملت ته د دغه بختورې ورځې مبارکي وایي او بیا الله جل جلا له ته لاسونه لپه کوي چې زموږ د ملت په ټولو قشرونو کې هماغه د انګریزي ښکیلاک د ماتولو، وحدت، ورورګلوۍ او د ایثار جذبه را ژوندۍ کړي، هېواد ته مو سوله، امنیت او سوکالي راشي، ټول افغانان لکه د پخوا په شان د ورڼو په څېر یو بل ته د وحدت، اخوت، کار او زیار لاسونه ورکړي، خپل هېواد داسې ورغوي چې په نړۍ او سیمه کې له سیالانو سره سیال شي.
د ازادۍ په لاره کې د افغان ملي پوځ قربانۍ او مېړانې د ستایلو وړ دي، لازمه ګڼم چې د خپلواکۍ د دغې مبارکې ورځې مبارکي د پوځ هغه سرتېرو ته په ځانګړې توګه وړاندې کړم چې اوسمهال هم د جنګ په ګرمو سنګرونو کې د خاورې او هېواد څخه په دفاع کې بوخت دي او د هېواد د ازادۍ لپاره هرې سرښندنې ته چمتو او ملاتړلي ولاړ دي.
پاى\ذ

Last modified on Saturday, 17 August 2019 13:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.