19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۸ مه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په...

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې...

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٨مه : ډار اچوونکي بريدونه نه شي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د زمري ٢٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون ماښام د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي دینګ شیجون سره وکتل.
د جمهور رييس د دفتر وياند باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې دینګ شیجون وویل، چین او افغانستان نږدې او ښې اړیکې لري او موږ په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړه، چین هیله من دی چې طالبان د افغانانو غوښتنه ومني او له اصلي لوري سره چې د افغانستان حکومت سره مذاکره او اوربند وکړي او سیاسي ژوند ته داخل شي.
دینګ شیجون وویل، چین هیله لري د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د سولې پروسې په تحقق کې خپل فعال رول ولوبوي، دغه راز  د افغانستان او پاکستان د نږدې اړیکو د تامین غوښتوونکی او حاضر دی د دغو دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي کې مرسته وکړي.
وروسته جمهور ريیس غني  د چین له ملاتړ څخه مننه  وکړه او ويې ویل، افغانستان له چین سره نږدې امنیتي همکاري لرلې او د چین د شرقي ترکستان جنبش ترورویستي ډلې (ETIM) سره چې د دغه هېواد لپاره یو ګواښ دی، مبارزه کوي.
جمهور ريیس زیاته کړه، طالبان تر اوسه هم د یوې تروریستي ډلې په توګه په افغانستان کې د شرقي ترکستان د جنبش  (ETIM) په ګډون له زیات شمېر تروریستي شبکو سره اړیکې لري.
د هېواد جمهور ريیس وویل، موږ باید له طالبانو سره د یوې ډلې په توګه عمل وکړو، باید دغې ډلې ته د مشروع دولت په نظر ونه ګورو، ځکه دا د چین او بین المللي اصولو او موازینو خلاف عمل دی.
جمهور ريیس غني څرګنده کړه، طالبان پر هیڅ ولایت او د افغانستان پر نفوس کنترول نه لري او د هغوی دغه ادعا چې د افغانستان پر څو سلنه خاورې حاکمیت لري، له حقیقت څخه لېرې ده.
هغه وویل، د طالبانو او امریکا ترمنځ ابتدايي هوکړه لیک به د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
جمهور ريیس غنی ټینګار وکړ، زموږ جمهوري نظام به هیڅکله هم له یوې ډلې سره تر بحث لاندې رانشي او طالبان مجبور دي چې سیاسي حل لاره انتخاب کړي، ځکه دغه ډله هیڅکله نشي کولای یو ستر نظام سقوط کړي.
د هېواد جمهور ريیس وویل: په خواشينۍ سره چې طالبان اوس هم د ملکي وګړو وژنې ته ادامه ورکوي او د دوی د دغه ډول تروریستي بریدونو دوام د سولې پروسې لپاره ستر خنډ ګڼل کېږي او د مذاکراتو د پرمخ بېولو لپاره د خلکو غوښتنه کمزورې کوي، خو برعکس د هغوی د ځپلو لپاره زموږ اراده لا پیاوړې کوي.
جمهور ريیس زیاته کړه، موږ تر اوسه د سولې په پروسه کې د همکارۍ او تاوتریخوالي د راکمولو لپاره د پاکستان د جدي اقدام شاهدان نه یوو. پاکستان تر اوسه هم له طالبانو ملاتړ کوي او دغه ډله د پاکستان له ملاتړ او پټنځایونو پرته دوام نشي کولای.
هغه څرګنده کړه، موږ د پاکستان له رهبرۍ سره خپل مذاکرات پیل کړي او په دې باور یوو چې پاکستان او بل هر هېواد طالباني افغانستان نه غواړي، ځکه طالبان د وروسته پاتې والي او بدبختۍ هینداره ده.
جمهور ريیس غني وویل، موږ سولې ته چمتو یوو او سوله به د افغانانو د غوښتنې پر بنسټ رامنځته کېږي.
موږ له پاکستان سره د اړیکو د عادي کولو غوښتونکي یوو او هیله لرم چې پاکستان د کشمير موضوع زموږ د سولې پروسې پورې ونه تړي.
جمهور ريیس څرګنده کړه، که چېرې طالبان خپلو تروریستي بریدونو ته دوام ورکړي، د سولې لپاره به لاره نوره هم راتنګه کړي او خلک به له موږ څخه وغواړي چې په دې اړه تر ټولو شدید تصمیم ونیسو.
پاى\وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.