19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۸ مه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په...

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې...

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٨مه : ډار اچوونکي بريدونه نه شي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په درناوي د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د زمري ٢٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په درناوي ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
د جمهور رييس د دفتر وياند باختر اژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد یې ملتیا کوله او د ملي پوځ سرتېري په منظمو لیکو کې د هېواد له درې رنګه بیرغ سره په درناوي ولاړ وو، د بانډو ټیم ملي سرود غږاوه، د هېواد د خپلواکۍ د معرکې د اتلانو، شهیدانو او غازیانو په ځانګړي ډول د خپلواکۍ د ګټونکي اعلیحضرت غازي امان‌الله خان په درناوي یې د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده. 
په دغو مراسمو کې د جمهور ريیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د هېواد اجرايیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې ريیس، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ريیسانو، د ملي امنیت سلاکار، لوی څارنوال، د شاه امان‌ الله خان لوڼو شهزادګۍ هندیه او شهزادګۍ ناجیه، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا ريیس، د سترې محکمې یو شمېر غړو، د وسله‌ وال پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هېوادونو ځینو سفیرانو او استازو حضور درلود.
پاى\ذ

Last modified on Tuesday, 20 August 2019 04:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.