19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۸ مه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په...

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې...

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٨مه : ډار اچوونکي بريدونه نه شي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني: موږ د خپلو هېوادوالو د قتل عام او د وینې د هر څاڅکي غچ اخلو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د زمري ٢٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې د نمانځنې په مراسمو کې چې په دارالامان ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې مراسمو کې، جمهور ريیس غني د هېواد د خپلواکۍ د مبارکۍ ترڅنګ وویل: بدبختانه د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کالیزه د یوې فاجعې تر شعاع لاندې راغله.
د شانداره نمانځنې هدف دا و چې د افغانستان ځوان نسل ته وښودل شي چې دغه نسل پخپلې خاورې او تاریخ ویاړ وکړي، د خپلواکۍ په قدر وپوهېږي او د هېوادپالنې احساس یې نور هم غښتلی شي.
جمهور ريیس زیاته کړه: زموږ د خپلواکۍ دښمن، زموږ د خلکو او خاورې دښمن، د افغانستان د خپلواکۍ جشن ونشو زغملی.
دښمن باید پوه شي چې له زړورو امنیتي ځواکونو سره د مقابلې وړتیا نه لري او هیڅکله زموږ د خوشالۍ مخه نشي نیولی.
جمهور ريیس غني د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د واده پر مراسمو وحشتاک برید ته په اشارې وویل، طالبان په دې برید کې له لاس لرلو په انکار ځان له ملامتۍ نشي خلاصولی، د دې ډول بې رحمانه وژنو او قتلونو بنسټ هغوی ایښی دی.
طالبانو په ځلونو په جوماتونو، ښوونځیو او عامه ځایونو کې دغه ډول ظالمانه، وحشیانه او بې رحمانه بریدونه کړي او مسوولیت یې هم اخیستی دی.
د هېواد جمهور ريیس وویل، موږ د کابل تروریستي برید قربانیانو ته په احترام، د هېواد د خپلواکۍ سلمې کالیزې د نمانځنې مراسم وځنډول او دښمن د ملکي افرادو د وینې په تویولو سره، زموږ شانداره مراسم وځنډول.
جمهور ريیس په ټینګار سره وویل: موږ د دې او نورو بریدونو غچ اخلو. موږ به د خپلو خلکو د قتل عام او د وینې د هر څاڅکي غچ اخلو.
هغه زیاته کړه، دغه غچ په دوه ډوله اخلو: لومړی، موږ د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو احترام کوو او موږ پخپلو ځواکونو ویاړو چې د وحشي تروریستانو پر ضد جګړه کوي او د هېواد درې رنګه بیرغ لوړ ساتي.
جمهور ريیس همداراز وویل: دویم دا چې د داعش ریښې که په ختیځ، شمال یا مرکز کې وي، له بیخه باسو او له منځه یې وړو.
جمهور ريیس څرګنده کړه، د غچ اخیستو په اراده په خلکو کې تحرک رامنځته کېږي، موږ ټول په قوت کار کوو، موږ ټول ژمنتیا او بشپړه اراده لرو او تصمیم نیسو چې د ترهګرۍ پر ضد دغه ولسواک حرکت په یوه ملي خوځښت بدلوو.
جمهور ريیس له ټول ملت څخه وغوښتل چې د داعشي افکارو او عناصرو د افشا کولو په برخه کې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه: هماغسې چې غازي امان الله خان د هېواد د خپلواکۍ اعلامولو په ورځ خپله توره له تیکي واېسته، نور د دې وخت را رسېدلی چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې په مناسبت ملت خپله توره د ترورېزم پر ضد وباسي او د هغوی پر ضد مبارزه وکړي.
جمهور ريیس وویل: نن زه له ملت سره یو ځای د غم پر ټغر ناست یم، په جدیت ژمنه کوم چې د داعش او تروریستانو ریښې به وباسو او د هغوی ملاتړي به هم همداسې د غم پر ټغر کېنوو.
جمهور ريیس دې ته په اشارې چې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو سرچینه او پټنځایونه د ډیورنډ کرښې بله غاړه دي وویل، زه د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې په خلکو غږ کوم چې په هر میکانیزم کولای شي، د تاوتریخوالي د تولید مرکزونه، ادرسونه او د هغوی د روزنې مرکزونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته یې افشا کړي، ترڅو زموږ له دې برحقې داعیې ټوله نړۍ خبره شي.
جمهور ريیس وویل، نړیواله ټولنه باید د دې ډول وحشیانه او بشریت ضد اعمالو پر وړاندې غلې پاتې نشي، بلکې هغوی باید د تروریستانو د ځالو په تعقیب او د هغوی د اعمالو په محکومولو کې، د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: زموږ جګړه د بشریت له دښمنانو سره ده او باید ټولې نړۍ ته څرګنده شي چې افغان ملت یوازې له خپلې خپلواکۍ دفاع نه کوي، بلکې د بشریت د دفاع لپاره راپورته شوی دی.
پاى\ذ

 

Last modified on Tuesday, 20 August 2019 04:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.