30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ګڼ پالنه، ولسواکي او سوله ییز ژوند

کابل / د غبرګولي ۹ مه / باختر په دغو ورځو...

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر د هرات پوليسو...

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر په دوحه کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررییس غني په کابل کې د وروستۍ تروریستي پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري ۲۹مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني تېر ماښام په ایمرجنسي روغتون کې د هغو ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه د شهر دُبی هوټل کې د واده پر مراسمو د تروریستي برید په پایله کې، ټپیان شوي وو.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ټپیانو د پوښتنې پرمهال معالجو ډاکټرانو جمهوررییس ته د هغوی د روغتیایي حالت او د درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل. 
جمهوررییس غني د خدای تعالی په دربارکې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه او د ایمرجنسي روغتون له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د ټپیانو د درملنې او پالنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.
د یاد روغتون مسوولینو جمهوررییس ته ډاډ ورکړچې ټپیانو ته پر وخت رسیدګي کېږي او د دوی د درملنې په برخه کې به لازیات کوښښ وکړي.#
پای – ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.