19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۸ مه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په...

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې...

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٨مه : ډار اچوونکي بريدونه نه شي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون ماښام د دارالامان بیارغاول شوې ماڼۍ د پرانیستې پر مهال، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې عمومي ريیس احمد وفي امین او د دې ادارې د مرستیال عبدالرحمن عطاش کارونه، د دارالامان ماڼۍ د بیارغاونې او په ټول هېواد کې د ملي پروژو د تطبیق له امله، د دولتي نښان او مډال په ورکړې سره وستایل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور ريیس د جلا، جلا فرمانونو له لارې احمد وفي امین ته د غازي امیر امان الله خان دولتي نښان او عبدالرحمن عطاش ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال منظور او د دارالامان ماڼۍ د پرانیستې پر مهال یې هغوی ته ورکړل.
د هېواد جمهور ريیس وویل، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې په هڅو او د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش د ځانګړې پاملرنې له امله دارالامان ماڼۍ له هغه څه څخه چې اټکل شوی و، په ډېر کم لګښت یانې ۹ میلیون ډالرو ورغاول شوه.
پاى\جهان يار

Last modified on Thursday, 22 August 2019 10:17

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.