19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۸ مه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په...

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې...

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٨مه : ډار اچوونکي بريدونه نه شي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس د ملي امنیت منسوبینو ته: تاسو نوم ورکي سرتېري نه، د هېواد نوموتي اتلان یاست

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د وږي لومړۍ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملي امنیت د عمومي ریاست له رهبري پلاوي او منسوبینو سره د یاد ریاست  په مقر کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: 
په دې کتنه کې، لومړی د ملي امنیت عمومي ريیس محمد معصوم ستانکزي ملي امنیت او د دې امنیتي بنسټ مسلکي کولو او پیاوړتیا ته د جمهورريیس له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل: پرستونزو سربېره د جمهورريیس امنیتي لیدلوری د دې لامل شوی چې هیواد د ثبات لور ته ولاړ شي.
هغه په دې ټینګار چې ملي امنیت اداره هڅه کوي د تروریستانو پټنځایونه له منځه یوسي، زیاته کړه چې د ملي امنیت منسوبین هره شېبه تیار دي، ترڅو له ولسی نظام، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو دفاع وکړي.
جمهورريیس د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د هېواد          د امنیت ګډوډولو لپاره د دښمن د ذلیلو هڅو باوجود ستاسو دنده د دې لامل شوې چې  د نا امنیو مخه ونیول شي. تاسو نوم ورکي سرتېري نه، بلکې د هیواد نوموتي اتلان یاست.
جمهورريیس څرګنده کړه: په تېرو اوو میاشتو کې د زیاتو ګواښونو باوجود، تاسو په قوي اراده د طالبانو او نورو تروریستي ډلو ملا ماته کړې او هیڅ تروریستي ډلې ته مو اجازه ور نه کړه چې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
جمهورريیس وویل: زموږخلک هېڅ تروریستي ډلې ته سرنه ټیټوي او زیاته یې کړه: تاسو د دې هېواد رښتیني بچیان یاست، دوستانو او دښمنانو ته مو ثابته کړه چې متزلزله نه یاست او د خپل هېواد ساتنه کوئ.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان زیاته کړه: ستاسو ارادې او قدرت د دې زمینه برابره کړې، چې موږ د سیاست په ډګرکې په قاطعیت خبرې وکړو، سم تصمیم ونیسو، په تدبیر عمل وکړو او په جګړه او سیاست کې بریالي شو.
جمهورريیس وویل: زموږ دولت د نړیوالې ټولنې یو مهم شریک دی او زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره بین المللي مرستې دوام کوي.
هغه څرګنده کړه: طالبان یوه ورانکاره ډله ده او تل هڅه کوي خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان ورسوي. په همدې اساس، دا ستاسو دنده ده ترڅو دغه ورانکاره ډله    له منځه یوسئ او هغوی ته اجازه ور نه کړئ چې هېواد او خلکو ته زیان ورسوي.
جمهورريیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل: زموږ جهاد برحق جهاد دی او        د سولې ټینګښت پورې، د هېواد په هره څنډه کې د دې خاورې دښمنان وځپئ.              پاى \ ذ

 

Last modified on Saturday, 24 August 2019 04:29

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.