19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۸ مه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په...

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې...

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٨مه : ډار اچوونکي بريدونه نه شي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني د اسلامي پراختیا بانک له ريیس سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\ باختر \ د وږي ٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ نن سهار په جدې ښار کې د اسلامي پراختیا بانک له ريیس ډاکټر بندرالحجار سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې، پرځان بسیاینې، پانګونې او همدارنګه د انکشاف او کرنې برخو کې د همکاریو  او افغانستان ته د اوږد مهاله پورونو د ورکړې په اړه خبرې وشوې.
د هېواد جمهور ريیس د کرنې د ودې او نړیوالو بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو او مېوو لېږد ته په اشارې وویل، د اسلامي پراختیا بانک دې د کرنیزو تولیداتو د لا ښې ودې او د بزګرو، کروندګرو او کلیوالي خلکو د ژوند او عاید د ښه والي لپاره مرسته او پانګونه وکړي.
جمهور ريیس غني څرګنده کړه، د سعودي عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د جلغوزیو، زعفرانو، بادامو او نورو محصولاتو صادرات زیات شوي او د کرنې په برخه کې د اسلامي پراختیا بانک د مرستو او اوږدمهالو پورونو په پایله کې په دې برخه کې نور ښه والی هم راتلای شي.
د اسلامي پراختیا بانک ريیس د اقتصادي ودې او همکاریو په برخه کې د حکومت په ځانګړي ډول د جمهور ريیس غني برنامې او هلې ځلې وستایلې او ويې ویل، اسلامي بانک لېواله دی چې د کرنې، انکشاف او لویو پروژو د تمویل برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
جمهور ريیس غني له افغانستان سره د اسلامي پراختیا بانک د مرستو د قدردانۍ ترڅنګ د یاد بانک له ريیس څخه همکاریو ته د چمتووالي له امله مننه وکړه او د دوی مرستې یې د افغانستان د کرنې، اقتصادي ودې، انکشاف او د عامو خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټورې وبللې.
همدارنګه د جمهور ريیس غني په حضور کې د اسلامي پراختیا بانک ريیس ډاکټر بندرالحجار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمدهمایون قیومي په افغانستان کې د یو سل بستریز روغتون او څلورو کلینیکونو د جوړولو موافقتنامه لاسلیک کړه.
پاى\ذ

 

Last modified on Sunday, 25 August 2019 12:55

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.