20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پایلې دې ځنډنۍ وي، خو چې رڼې وي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر د انتخاباتو خپلواک...

د استاد رحمت الله رسا ادبي اثر چاپ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د صلح سبزجهانى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: د محرم لسیزې د امنیت په تامین کې د خلکو همکاري مهمه ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي١٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د افغانستان له شیعه عالمانو سره د ناستې پر مهال د محرم لسیزې د امنیتي پلان په اړه خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې وشوه؛ د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د امنیتي بنسټونو مسوولینو، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا ريیس او د اهل تسنن یو شمېر عالمانو حضور درلود.
په پیل کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش د محرم لسیزې په خاطر د تسلیت ترڅنګ وویل: اهل تشیع او تسنن ترمنځ یو مشترګ ټکی له پیغمبر (ص) سره د اهل بیت محبت دی او موږ په افغانستان کې د شیعه او سني د وفاق شاهدان یوو.
استاد دانش د دولت او خلکو ترمنځ پر مشارکت، همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او ويې ویل: باید د خلکو د تندروۍ او احساساتو د راپارولو مخنیوی وشي چې د محرم مراسم د امن په فضا کې ترسره شي.
وروسته د دیني مراسمو د امنیتي همغږۍ د عالي کمېسیون منشي شجاع حسین محسني، د دیني چارو د تنظیم عالي شورا د دارالانشاء ريیس نعمت الله غفاري او د افغانستان د شیعه عالمانو شورا ارشد غړي استاد محمد فیاض د اسلامي اخوت او ملي یووالي په اړه خبرې وکړې او د محرم لسیزې د امنیت د لا ښه والي لپاره یې خپل وړاندیزونه وکړل.
دوی په امن فضا کې د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو په خاطر د جمهورريیس او امنیتي مسوولینو د پاملرنې مننه وکړه او ويې ویل: د جمهوریت نظام، سیاسي مشارکت دی چې د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده.
وروسته د کابل ګارنېزیون عمومي قومندان تورنجنرال رازمحمد اوریاخېل د عاشورا د ورځو او شهید اوونۍ د امنیت د ټینګښت په خاطر د کابل ټیم امنیتي ګډ پلان په مفصل ډول تشریح کړ.
هغه زیاته کړه: د کابل ښار او ولسوالیو، جوماتونو او تکایاوو، زیانمنونکو ساحو، کلیدي نقطو او له ګڼې ګوڼې څخه د ډکو سیمو د امنیت ټینګښت په دغه پلان کې شاملېږي او هېڅ امنیتي منسوب حق نه لري په خپلو وسایطو کې عکسونه وځړوي او له دولتي وسایلو څخه شخصي استفاده وکړي، دغه راز د هوايي ډزو مخنیوي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
وروسته د کابل امنیه قومندان ډګر جنرال سیدمحمد روشندل جمهورريیس ته دعاشورا د ورځو او شهید اوونۍ د امنیت د ټینګښت په اړه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډې همغږۍ ډاډ ورکړ.
جمهورريیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته یو ځل بیا د محقق کابلي او آیت الله محسني د وفات له امله د تسلیت ترڅنګ وویل: اړتیا ده چې د امام حسین له قیام څخه د استقامت او پایدارۍ درسونه زده کړو.
هغه زیاته کړه: موږ باید په اساسي ډول د اسلام پر تاریخ پوه او لازم درسونه یې زده کړو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانیو ته درناوی ولرو.
جمهورريیس وویل: د دغو امنیتي پلانونو د تطبیق ترشا، ستاسې اولادونه قرار لري او همدوی دي چې شپه او ورځ په لرې پرتو سیمو او لوړو څوکو کې ګزمې او تصفیوي عملیات کوي.
جمهورريیس غني، د اهل تسنن او تشیع عالمانو له لوري د اخوت، همغږۍ او متقابل درناوي فضا د ایجاد قدرداني وکړه او ويې ویل: موږ له منحوس دښمن سره مخ یوو چې هېڅ ډول اخلاقي حد او حدود نه پېژني، له دې امله ګواښونه باید له پامه ونه غورځول شي.
د هېواد جمهورريیس ټینګار وکړ چې مخرب، فتنه ګر او نفاق اچوونکي افراد باید تشخیص او د عاشورا مراسمو د امنیت د تامین په خاطر دې د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړاندیزونه تطبیق شي، دغه راز دې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره هر اړخیزه ولسي همکاري وشي.#
پاى – ذ

Last modified on Monday, 02 September 2019 05:17

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.