حامدکرزي : دجګړې دوام دپرديو دسيسه ده .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي  ١٠مه :
پخواني جمهور رييس حامدکرزي دکندز په ولايت دطالبانو د بريد په نسبت دانديښنې  په څرګندولو سره ويلي دي چې دجګړې  دوام دپرديو دسيسې  دي
دباختراژانس دخبرله مخې، دپخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر په دې اړوند ديوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي له بده مرغه يوځل بيادکندز  خلکو دهغې جګړې له امله چې ونښته دسردروند زيان اومالي تاوان وزغمه .
په داسې حال کې چې دسولې خبرې  خپلو نازکو پړاونو ته رسيدلي دي او دافغانستان خلک  په بې صيرى سره په هېواد کې دجګړې اووينې توييدو دبندولو  اودسولې دټينګښت لپاره سترګې په لاره دي پردي  لاسونه زموږ په هېواد کې دجګړې داور دبلولو او دوينې توييدو ددوام په لټه کې دي چې له دې لارې خپلو ناوړو موخو ته ورسيږي .
بيا هم يوځل بيا  له ښکيلو افغاني لورو څخه غواړم  چې له جګړې  او تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او په بشپړې  هوښيارى  او درايت سره دپرديو په دسيسو  چې هماغه په هېواد کې جګړې دوام دى ځان خبر کړي  او دافغانستان له ټولو خلکو  سره يوځاى دې په هېواد کې ددايمي اوسراسري سولې  او ټيکاو دتامينولو په مقصد دسولې دبهير په ګړندي کولو چې له اوسنيو ناوړو حالاتو څخه زموږ دهېواد او خلکو دژغورنې يواځنۍ لاره  ده تمرکز وکړي .
ختم-عطاالله_ اکرم

Last modified on Monday, 02 September 2019 04:23
back to top