مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل/ باختر/ د وږي۱١مه
د پخواني جمهوررییس مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان پخوانی جمهورريیس حامد کرزی په بدخشان، بلخ، فاریاب، فراه او لغمان ولایتونوکې چاودنې، هوایي بمباری او راکټي بریدونه چې په پایله کې یې د ښځو او
ماشومانو په ګډون زموږیو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي؛ په کلکو ټکو غندي.
حامد کرزی د خلکو وژنه په هره نامه چې وي؛ د بشريت ضد جنایت او ظالمانه عمل بولي او یو ځل بیا په جګړه کې له ښکېلو غاړوڅخه غواړي چې په ټول هېواد کې
نظامي عملیات چې قربانیان یې یوازې افغانان دي او پرته له تباهي بله پایله نه لري، ډېر ژره ودروي او د دغې
خونړۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې هڅې ګړندي کړي.
پخوانی جمهورريیس د دغو غمجنو پېښو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې
خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي او د لوی خدای (ج) له درباره شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله کوي.
پای – ذ

back to top