د حل افغاني لارې باید ولټول شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي١٧مه
د باختر آژانس سیاسي مفسر لیکي:
دا خبره آن له باخبرو کړیو هم پټه ساتل شوې وه چې جمهوررییس ټرامپ په کمپ ډېوېډ کې د طالبانو له پلاوي سره ګوري. هم د افغانستان جمهوررییس محمد اشرف غني او هم طالبان کمپ ډېوېډ ته بلل شوي وو. لکه څنګه چې ټرامپ په خپل تازه ټویټ کې لیکلي دي؛ ټاکل شوې وه دی هلته له دواړو لوریو سره جلاجلا وګوري.
په یو شمېر رسنیو کې امریکا ته د جمهوررییس د سفر رپوټونه خپاره شول، خو دولت په دې اړه کومه رسمي اعلامیه خپره نه کړه او دا جوته نه شوه چې جمهوررییس کمپ ډېوېډ ته د تګ پرېکړه کړې وه او که نه.
په هرحال ټرامپ دواړه لیدنې لغوه کړې او همدارنګه له طالبانو سره یې د سولې خبرې هم وځنډولې. دا د سولې په اوږدو خبرو کې چې نهه پړاوونه یې ووهل او هر پړاو یې له ګڼو ستونزو سره مخ و، یو نوی پرمختګ دی، خو دا کوم عادي پرمختګ نه دی، بلکې داسې پرمختګ دی چې کولای شي د سولې او جګړې برخلیک اغېزمن کړي. دا لا جوته نه ده چې د سولې خبرې به تر کومه ځنډېدلې وي. ټرامپ د دغو خبرو د ځنډولو لامل په کابل ښار کې وروستی برید ښودلی دی چې ګڼه مرګ ژوبله یې واړوله.
له بده مرغه په وروستیو اوونیوکې تاوتریخوالي هم په کابل او هم په نورو سیمو کې زښت زور اخیستی دی. که د ټرامپ دغه ګواښ او اقدام د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي، دا اقدام د افغانانو په ګټه دی، خو که تاوتریخوالی کم نه شي او نور هم زیات شي او د سولې د خبرو په اړه یو ډول ناهیلي رامنځ ته شي، نو دا به زموږ د جګړه ځپلي ولس په ګټه نه وي.
څه چې د سولې په خبرو کې ستر ارزښت لري، هغه دا دي چې افغانان باید د خپلو ستونزو د حل لپاره خپلې حل لارې ولټوي. که څوک فکر کوي چې دغه یا هغه بهرنی هېواد، دغه یا هغه بهرنی مشر به موږ ته سوله راولي او موږ په دغه بهیرکې هېڅ ډول مسوولیت نه لرو، نو دغه راز فکر له پيله تر پایه ناسم دی. له بده مرغه یوشمېر شنونکي په رسنیو کې تل ټینګار کوي چې امریکا باید په افغانستان کې د سولې بسیا کول خپل تر ټولو ستر لومړیتوب وګڼي. منو چې سوله باید د هغوی لپاره او د ټولو لپاره لومړیتوب وي، خو دا افغانان دي چې باید سوله تر ټولو ستر لومړیتوب وګڼي او د رښتینې سولې لپاره مټې را بډوهي. په هره بڼه چې ممکنه وي او په هره بیه چې ممکنه وي، باید افغانان د خپلمنځي خبرو لپاره لاره پرانیزي او مخامخ سره کېني او د ټولو موضوعاتو په اړه سپینې خبرې وکړي. ټول لوري باید د لوړو ملی ګټو لپاره هر راز انعطاف او سازش ته خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړي.
که افغانان وکولای شي ځانونه د بهرنیو مغرضو کړیو له نفوذ او اغېزو راوباسي او د یو غیرتي ملت د غړیو په توګه خپل ملي مسوولیت او رسالت درک کړي، خپله اراده غښتلې کړي، نو پوره باور دی چې د جګړې او سولې په ګډون ټولو راولاړو ستونزو ته د حل لارې موندلی شي.
زموږ اصلي ټینګار باید د سولې د افغاني لارو پر موندلو وي. یوازې هغه سوله به ټینګه او دوامداره وي چې له افغاني لارو، د افغانانو په نوښت، مالکیت او مشرۍ رامنځ ته شي.
پاى/ ن.ش

back to top