18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د وږي١٧ مه
د سولې د خبرو په اړوند د پخواني جمهورريیس حامد کرزي مطبوعاتي اعلامیه
سوله د افغانستان د خلکو ستره آرزو ده او تر بل هر څه لومړیتوب لري.
کله چې د امریکا متحدو ایالاتو او طالبانو اسلامي تحریک ترمنځ د سولې په نامه هڅې پیل شوې، دغه اقدام د افغانستان د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو، خو اوس چې
دغه خبرې له خنډ سره مخ شوې دي؛ دا په دې معنی نه ده چې د سولې لپاره دې
افغاني هڅې هم اغېزمنې شي، بلکې برعکس دغه هڅې باید تر بل هر وخته ګړندی
شي. په همدې منظور په هېواد کې د پردو ګټو په روانه جګړه کې له افغاني ښکیلو
خواوو غواړم چې له جګړې لاس واخلي او په پوره صداقت او هوښیارۍ سره
د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د تل پاتې او سراسري سولې د ټینګښت لپاره خپلې
هڅې لا ګړندۍ کړي. د سیمې له سترو هېوادونو هم غواړم چې د سولې په راوستو کې د افغانستان له خلکو سره نه یوازې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي بلکې سرعت هم
ور وبخښي.
همدا راز هیله لرم چې د طالبانو اسلامي تحریک او امریکا متحدو ایالاتو ترمنځ
د سولې خبرې یو ځل بیا، له شفافیت او وضاحت سره، پیل او په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات سبب شي.
پاى – ف

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.