20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پایلې دې ځنډنۍ وي، خو چې رڼې وي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر د انتخاباتو خپلواک...

د استاد رحمت الله رسا ادبي اثر چاپ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د صلح سبزجهانى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د وږي١٧مه
د شهيد اوونۍ يو داسې فرصت دى چې موږ يو ځل بيا د ديني، انساني او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره تړون نوى کړو او د ترقۍ او پرمختګ لوړو درجو ته د هېواد  د رسېدو لپاره چې زموږ د شهيدانو غوښتنه او آرمان دى؛ مبارزه وکړو.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د وږي ١٨مه د ملي اتل احمدشاه مسعود د شهادت کاليزه ده، د ملي اتل د شهادت کاليزه په هېواد کې د شهيد له اوونۍ سره سمون لري.
د شهيد اوونۍ په حقيقت کې د هغو ټولو شهيدانو درناوى دى چې د هېواد د دفاع په لاره کې يې خپل سرونه قرباني کړل. شهيدان د پرديو د يرغل په وړاندې د مبارزې  څرګندوى دى او د افغانستان تاريخ له دغه شان مبارزې او ميړانې څخه ډک دى.
په دې ترڅ کې د سره پوځ د تېري په وړاندې د افغانستان د خلکو مبارزه او هڅې له بلې هرې پېښې څخه زياتې د خبرو وړ دي، هغه مبارزه او جهاد چې په دې هېواد کې د دوو ميليونو انسانانو د وينې په بيه تمامه شوه او په هېواد کې يې بنسټونه ويجاړ کړل دغه شان تېرى زموږ لپاره ډېر درندو او لګښتي دى. سره له دې چې د سره پوځ د عسکرو له وتلو څخه ٣١ کاله تېرشول؛ خو درد او کړاو يې هماغه شان دوام لري.
د سره پوځ تېرى د دې سبب شو چې نور هېوادونه په بېلابېلو ډولونو او بڼو په افغانستان کې خپلو لاسوهنو او تېريو ته دوام ورکړي او زموږ خلک دې ته اړ شول چې د دغه شان ناخوالو په وړاندې ودريږي او قرباني ورکړي.
د هېواد شهيدان د ملي يووالي څرګندوى دي او هېڅکله د قوم، نژاد، سمت او ډلو په انحصارکې ونه نيول شول او تل زموږ د خلکو د عزت او سرلوړى سبب دي.
د شهيدانو کاروان د ملي پيوستون کاروان دى؛ په کلي توګه د ګډ تمدن، فرهنګ او پانګې نښه نښانه ده. 
زموږ شهيدانو د تروريزم، استعمار او استبداد په وړاندې د ملي نواميسو د دفاع په لاره کې مبارزه وکړه او دغه راز يې د افغانستان د خلکو له ارادې سره متناسب د يوه ولس واک نظام د ټنيګښت لپاره هڅه وکړه او خپل سرونه يې قرباني کړل.
د شهيد اوونۍ نه شي کېداى يوازې يو نمايشي او کليشه يې ورځ وي، بلکي په دې موضوع د لاس پورې کولو لپاره يوه پلمه ده چې شهيدانو د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره موږ ته درسونه زده کړل او د دغو عزيزانو د لارې د دوام لپاره دهغوى د وينې په وړاندې زموږ رسالت څه دى؟
موږ د شهيدانو د وينې په وړاندې ستر مسووليتونه لرو. په لومړي ګام کې موږ بايد د شهيدانو د مفکورې او آرمان په وړاندې خپله وجيبه او رسالت ادا کړو او د هغوى  نيمګړي کارونه بشپړ کړو.
زموږ هېواد دغه راز له بهرني تېري اولاسوهنې سره مخ دى، يوشمېر کړۍ هڅه کوي چې دغه هېواد د نړيوالو ډار اچوونکو په ځاى بدل شي. نو د تېري او لاسوهنې له  عواملو سره د مبارزې لپاره زموږ رسالت څرګند دى چې بايد هغه هېر نه کړو.
شهيدانو موږ ته د سرښندنې او ځان تېرېدنې فرهنګ زده  کړ.  د سرښندنې او ميړانې  فرهنګ يو له هغو ارزښتونو څخه دى چې د دغه هېواد له تاريخ سره جوخت رامنځته شوى دى او تل ځانګړى ځاى لري.
هر پوه افغان دنده لري چې په خپله ونډه او په ډله ييزو هڅو سره د هېواد د ستونزو  په لرې کولو کې په کار لاس پورې کړي او د شهيدانو له کورنيو او د هغوى  له پاتې کسانو سره د مرستې لپاره هڅه او هاند وکړي او د کورنيو او بهرنيو ګواښونو په وړاندې ودريږي.
د شهيد اوونۍ بايد د هغو کسانو لپاره فرصت نه وي چې هڅه کوي ملي او مذهبي ورځې د اړو دوړ په ډګر بدل کړي او له هغو څخه د ځان لپاره ګټه واخلي. بايد ملي او مذهبي ورځې د خلکو لپاره په سختې او اخلال ورځې بدلې نه کړو، بلکې دغه ورځې د زغم، اړو کسانو او د شهيدانو کورنيو ته د رسېدو لپاره په فرصت بدل کړو ډېر ښه شخصي سوغات او همدردي د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ټپيانو او تروريستي پېښو د ټپيانو لپاره د وينې ورکول دي.
پاى \ ف\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.