20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پایلې دې ځنډنۍ وي، خو چې رڼې وي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر د انتخاباتو خپلواک...

د استاد رحمت الله رسا ادبي اثر چاپ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د صلح سبزجهانى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: تېر ته نه تسلیمېږو، په نیت، اراده او ژمنتیا بحرانونه پای ته رسوو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/باختر/ د وږي ١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون ماسپښین د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست احمدضیا سراج د معرفي په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړ شوي وو؛ جمهورريیس وویل: لومړی د محرم لسیزې او د شهید احمدشاه مسعود د شهادت د ورځې، شهید اوونۍ او دغه راز زموږ د نورو ویاړلو شهیدانو شهید مزاري، شهید استاد رباني، شهید کاظمي، شهید حاجي عبدالقدیر، شهید حاجي عبدالحق، شهید جنرال رازق، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هېواد د آزادۍ لارې ویاړلو شهیدانو له امله تسلیت وایم او نن هغه ورځ ده چې غواړم له زړورو، اتلو او هېوادپاله ځواکونو څخه مننه وکړم.
جمهورريیس زیاته کړه: ستاسو اتلولي د ملت او ستاسو د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د سرلوړۍ لامل شوې او په سختو شرایطو کې مو شجاعانه عمل کړی او د بدخشان په وردوج او یمګان ولسوالیو کې ستاسو د بري درته مبارکي وایم.
جمهورريیس وویل: په دې حقیقت باید پوه شئ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ماته نه ده خوړلې او نه به ماته وخوري، ځکه دلته ظرفیت، نیت او اراده موجوده ده.
جمهورريیس محمد اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: تاسو د دې خاورې له لوېشت، لوېشت څخه دفاع کوئ او د هېواد اصیل بچیان یاست.
هغه زیاته کړه: زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه، ملي پولیس، ملي امنیت او ملي اردو د یوه غښتلي موټي په څېر دي او درې واړه قواوې یوه زنځیري سلسله ده چې په اساسي ډول وصل شوې او هره ورځ غښتلي کېږي.
جمهورريیس څرګنده کړه: زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له دښمنانو سره فرق لري. موږ ځوابویونکي او حساب ورکوونکي یوو. د ملي امنیت پخواني ريیس یو نېک دود پر ځای پرېښود چې ځان یې د خپل لاس لاندې کسانو د تېروتنې مسوول وباله او استعفا یې وکړه.
جمهورريیس وویل: د سولې پروسې ملکیت د افغانانو دی او د افغانستان سوله سمتي، قومي او ګوندي نه، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده.
هغه زیاته کړه: د سولې طرحه افغاني ده او عملي کول به یې هم افغاني وي. موږ د سولې په اړه ملي، سیمه ییزه او بین المللي اجماع رامنځته کړه او شرایط مو ورته برابر کړل، خو طالبانو ناسم فکر وکړ، هېڅکله دا ملت په زور نه تسلیمېږي.
جمهورريیس وویل: که چېرې موږ د حقایقو په رڼا کې په عزت خبرې کوو، ددې معنی کمزوري نه ده، زموږ لاره واضح ده. موږ پایداره او باعزته سوله انتخاب کړې او بېرته پر شا نه ګرځو.
جمهورريیس غني څرګنده کړه چې د سولې مالکین، طرحه کوونکي او عملي کوونکي افغانان دي. له ما چې هر ډول قرباني غواړئ حاضر یم، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د معاملې وړ نه دی او همدا راز اساسي قانون او د دې هېواد د ښځو او نارینه وو اساسي حقوق د معاملې وړ نه دي.
هغه وویل: یو آزاد ملت باید تل په آزاد ډول خپل تصمیمونه ونیسي. موږ مختلف نظامونه تجربه کړل، په میراث د راپاتې ٤٠ کلن بحران د حل یوازینۍ لار د اساسي قانون تطبیق او د ټاکنو ترسره کېدل دي.
جمهورريیس د پارلماني ټاکنو د امنیت تامین له امله د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه ويې ویل: هماغه مهال مې تاسو ته د ولسواکۍ د ساتونکو لقب درکړ.
هغه وویل: په راتلونکو ورځو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو دنده دا ده چې د سراسري، شفافو او افغانستان شموله ټاکنو زمینه برابره کړي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې د ملي امنیت د عمومي ریاست نوي ريیس ته د بریالیتوب د هیلې ترڅنګ وویل: هېڅکله دښمن ته نه تسلیمېږو، په نیت، ارادې او ژمنتیا تېرو بحرانونو ته د پای ټکی ږدو او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دې ارګانونو د شهیدانو مقام به په تاریخ کې په زرینو کرښو ثبت شي.
په دغو مراسمو کې د ملي امنیت د عمومي ریاست پخواني سرپرست محمد معصوم ستانکزي هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د مجاهدینو ترڅنګ باید امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په ټول هېواد کې د دې خاورې له لوېشت، لوېشت څخه دفاع کوي، له یاده ونه باسو او زیاته یې کړه: نن د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېوادوالو سراسري ملاتړ شته دی.
ستانکزي وویل: ملي امنیت بنسټ نه یوازې په هېواد، بلکې په سیمه کې یو با اعتباره بنسټ دی او دا بنسټ په یوه ورځ کې نه، بلکې ستنې یې ګام په ګام ایښودل شوې دي.
هغه زیاته کړه: ځینې فکر کوي چې د افغانستان استخباراتي سازمان سیاسي عمل کوي، خو دلته چې هر تصمیم نیول کېږي د مسلکي پرېکړو پر اساس وي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست پخواني سرپرست د ادارې د رازونو افشا کولو نامناسب دود ته په اشارې وویل: د یوه سازمان مامورین باید د سازمان رازونه پټ وساتي.
هغه زیاته کړه: اصول او ضوابط باید د احساساتو ځای ونیسي.
په مراسمو کې د ملي امنیت د عمومي ریاست نوي سرپرست احمدضیا سراج په خپلو خبرو کې د جمهورريیس او د حکومت د رهبرۍ له باور څخه په مننې وویل: د امنیتي ځواکونو په استازولۍ ژمنه کوم چې د هېواد د خلکو او د حکومت د رهبرۍ د هیلو پوره کولو لپاره به هېڅ ډول هڅې دریغ نه کړم.
هغه وویل: هغه لار چې دښمن انتخاب کړې ناسمه ده او زیاته یې کړه چې دا لار له وژنو او تروریستي او تخریبکاره فعالیتونو ته له زمینه سازۍ پرته بل څه نه لري.
د ملي امنیت نوي سرپرست وویل: د امنیتي ځواکونو په استازولۍ زما پیغام دا دی، تر هغو چې د دې ځواکونو یو تن هم ژوندی وي؛ حاضر نه یوو چې دښمن خپل شوم نیت ته ورسېږي او د خلکو آزادي سلب کړي.
سراج زیاته کړه: موږ تاریخي ورځې په مخکې لرو او ژمنه کوو چې د جمهورريیس تر مدبرانه قیادت او رهبرۍ لاندې به خپل ماموریت په دقت ترسره کړو.
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل: د ملي امنیت عمومي ریاست بشري او تخنیکي ظرفیتونه د ودې په حال کې دي او ورځ تر بلې په تخریبکارو او تروریستانو د فعالیت ساحه تنګېږي.
احمدضیا سراج د خپلو خبرو په پای کې د امنیت په تامین کې د خلکو رول او همکاري مهمه وبلله او ويې ویل: موږ له خلکو او امنیتي بنسټونو سره خپلې اړیکې غښتلې کوو.
هغه زیاته کړه: د راتلونکو پنځو کلونو لپاره روښانه برنامه او ستراتیژي لرو او تغییر او تبدیل د دې ستراتیژۍ د تطبیق خنډ نه کېږي.#
پاى – ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.