19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څلور جګپوړي حکومتي مامورين نغدي جريمه شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ باختر/ د وږي ١٩مه
د انتخاباتي شکايتونو د څېړنې کمېسيون څلورجګپوړي دولتي مقامات د انتخاباتي سرغړونو په دليل نغدي جريمه کړل.
د باختر آژانس خبريال ليکي: د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون د کابل د ولايتي دفتر غړې انيسې اميري رسنيو ته ويلي دي چې په دغو څلورو جګپوړو مقاماتوکې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د جمهوررييس سلاکاران شاه حسين مرتضوي، عبدالرحيم عزيزي او حميد الله فاروقي شامل دي چې په انتخاباتي مبارزو کې په ګډون سره يې قانون نقض کړى دى او د نغدي جريمې په ورکولو اړ کړى شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې جمهوررييس محمد اشرف غني مخکې له دې د يو فرمان په صادرولو سره د انتخاباتو په بهيرکې د دولتي مقاماتو هر راز لاسوهنه او په انتخاباتي مبارزو کې د دولتي مامورينو ګډون منع کړى دى.
د انتخاباتي شکايتونو د څېړنې کمېسيون د کابل د ولايتي دفتر غړې انيسې اميري څرګنده کړې ده چې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ډاکتر عبدالله په ګټه په انتخاباتي مبارزوکې د ګډون، د جمهوررييس دوه سلاکاران شاه حسين مرتضوي او عبدالرحيم عزيزي او د کابل پوهنتون رييس حميد الله فاروقي د محمد اشرف غني په ګټه په انتخاباتي مبارزوکې د ګډون په دليل دنغدي جريمې په ورکړې محکوم شوي دي.
د اميري د څرګندونو له مخې: له هغو اخطارونو سره سره چې د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون له لوري صادر شوي دي؛ خو دغه حکومتي مقاماتو هغه رعايت نه کړل او د ٩٨ مې مادې له مخې تر تاديب لاندې ونيول شول او هم په نغدي جريمې سربېره د رايو له حق څخه هم بې برخې شوي دي.
دغه حکومتي مقامات چې په ځان لګول شوي تورونه يې رد کړي دي؛ کولاى شي استيناف وغواړي.
په همدې حال کې د انتخاباتي شکايتونو د څېړنې کمېسيون مسوولينو ويلي دي چې دغه کمېسيون تر اوسه پورې د جمهوري رياست د کانديدانو په وړاندې ٥٧ مورده انتخاباتي سرغړونې ثبت او څېړلې دي.
ختم- عطاالله - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.