17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د راستنېدونکو حاجیانو له وروستي کاروان سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي ٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون مازیګر په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې، بیت الله شریف څخه د راستانه شویو حاجیانو له وروستي کاروان سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دغې کتنې په پیل کې د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب افغان حاجیانو ته د جمهورريیس له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه او ويې ویل: د تېرو کلونو په پرتله د حج پروسه کې مثبت تغییرات راغلي دي.
هغه زیاته کړه: سږ کال افغان حاجیان په ۲۵ ورځو کې بېرته هېواد ته رالېږدول شوي، ۳۸ ورځې یې د حج په مراسمو کې تېرې کړي دي او د حج سږنۍ پروسه بریالۍ ازرول شوې ده.
وروسته حاجي علي عطايي او حاجي امین الله ازره وال د نورو حاجیانو په استازیتوب خبرې وکړې او په هوايي ډګر کې یې د حاجیانو د هرکلي په خاطر له جمهورريیس څخه مننه وکړه او ويې ویل، موږ د افغانستان د سوکالۍ، سولې او ثبات لپاره د قرآن عظیم الشان د ختمونو تر څنګ دعاوې هم وکړې.
دوی د حج پروسې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ویل، د دغې پروسې د بریالیتوب لپاره باید ستراتېژیک پلانونه طرحه او تطبیق شي، ترڅو حاجیانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
جمهورريیس غني په خپلو خبرو کې افغان حاجیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، زما لپاره د ډېر ویاړ ځای دی چې ستاسې هرکلی کوم.
جمهورريیس په هېواد کې د تحمیل شوي جنګ او څلوېښت کلن بحران د ختمېدو په خاطر د لوی خدای په دربار کې د افغان حاجیانو د طاعات، عبادت او دعاګانو د قبلېدو هیله وکړه.
د هېواد جمهورريیس وویل: د حج پروسه کې لازیاتې ادارې او مدیریت ته اړتیا ده او دولت په دغه برخه کې هراړخیز پلان لري. د حج د پروسې بریا، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نه، بلکې دټولو دولتي ادارو  دنده او مسئولیت دی.
هغه زیاته کړه: د حاجیانو لپاره د لازیاتو اسانتیاو په خاطر د دوی کمپونه، د استوګنې ځایونه او لېږد پروسه اصلاح کېږي او آریانا افغان هوایي شرکت به په پښو ودرول شي.#پاى- ذ

 

Last modified on Monday, 16 September 2019 03:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.