17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ناتو دانتخاباتو دبهير په تامينولو کې همکاري کوي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي ٢٤مه :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان دناتو دملکي جګپوړي استازې له مرستيالې  ميرمن هولي هولزر سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. .  د  بهرنيو چارو وزارت سياسي معين  او دناتو داستازې مرستيالې  په هېوادکې دناتو د همکاريو دبېلابېلو برخو په باب خبرې وکړې .
  ميرمن هولزر ادريس زمان ته په افغانستان کې دناتودژمنو ددوام ډاډ ورکړ.
دناتو دجګپوړي ملکي استازې  مرستيالې  دانتخاباتو په ورځ دامنيتي اقداماتو دنېولو لپاره  له افغان امنيتي اودفاعي ځواکونوسره  ددغه بنسټ  دنږدې همکاريو ډاډ ورکړ .
دهېواد دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دناتو دلنډ مهالو روزنيزو پروګرامونو په باب  خبرې وکړې او ددغو پروګرامونو لپاره يې  دنوماندانو دشفافو انتخاباتولپاره داړتيا په باب هم ټينګاروکړ .
دواړو لورو  دنورو موضوعګانو په باب هم خبرې وکړې او دغه راز دوروستيو سياسي بدلونونو، دجمهوري رياست دانتخاباتو او دملګروملتو د عمومي ټولنې دغونډې په باب  هم خبرې وکړې .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 15 September 2019 11:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.