22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د...

درې تنه په هرات کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر د هرات پوليسو درې تنه د وژنې...

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي ٢٤مه :
پاکستان دډار اچوونکو ډلو او دافراطي  جريانونو په ملاتړ په افغانستان کې يو ژور ستراتيژيکي  پروګرام تعقيبوي ، ددې پروګرام پايله  به يو کمزورى  اوزيانمنونکى افغانستان  وي چې پاکستان به په اسانى سره  په هغه لاسرسي ولري .
دباختراژانس مفسر ليکي: دهېواد دملي امنيت لوى رياست دتېرې پنجشنبې  په ورځ په کابل کې  دداعش دخطرناکې تروريستي ډلې دغړو دنيولو خبرورکړ چې لږ ترلږه   په  ٢٩ ډار اچوونکو پېښو کې چې دافغانانو لپاره خونړۍ  او دردونکي  وې لاس درلود
دغه راز دامنيتي ځواکونو مسوولانو دننګرهار  په خوږياڼيو کې دداعش دمطبوعاتي مسوول حسن پنجابي  دوژل کېدو خبر هم ورکړ .
دکابل ښار داوولسمې ناحيې په ساحه کې  دداعش دډلې په مرکز دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې دپاکستان دوه اتباع وژل شوي دي .  اويوه پاکستانۍ ميرمن له خپلو  څلورو ماشومانوسره چې دغه کوريې  ديوې کورنۍ داستوګنې په نامه ترپوښښ لاندې نيولى و ،  ټپۍ شوې ده چې ترعلاج اودرملنې لاندې ده .
هغه تروريستي  شبکه چې دتېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې ونيول شوه لږ ترلږه  دکابل په  ٢٩ ډار اچوونکو پېښو کې لاس لري .
دروشنايي  غورځنګ  په غړو بريد ،  دقمبر په څلور لارې کې داردو په مرکز بريد ، دکابل شش درک ته دځانمرګي کسانو لېږدونه ، په خبريالانو بريد ، په پل محمود خان کې ځانمرګي بريد ، دمارشال محمدقسيم فهيم دپوځي اکاډمۍ په محصلانو بريد، دسيلو په واټ کې دمحصلانو دسپرلۍ  په موټر  بريد ، دبرکي  په څلور لارې  کې د حج اواوقافو وزارت دمامورانودسپرلۍ   په موټر بريد ،  معترضونو نوماندانو په خيمې بريد ، دبهرنيوچارو وزارت  په ديپلوماتانو بريد ،دکابل ښار په يوولسمه ناحيه کې  دامام زمان په جومات بريد ، دانتخاباتو کمېسيون ته څېرمه دوکيلانو په مظاهرو  بريد و ددين له عالمانو څخه په مفتي نعمان دماين اېښودل ، په کابل کې دنيپال داتباعودسپرلۍ  په موټر بريد ، دسخي کارتې په زيارت کې دعاشورا په ماتم لرونکو دبريد لپاره دځانمرګو بريدګرو دعاملانو لېږدونه او په کابل کې دعراق په سفارت بريد دهمدې شبکې کار دى .
دغه بريدونه  دافغانستان دخلکو لپاره  خونړي اودردونکي دي .
هغه څه چې  دافغانستان دخلکو لپاره  له اندېښنو ډک دي ددغه شان ناخوالو په څرګندولو کې  دپاکستان  داتباعو ونده او رول  دى .
  پاکستان چې له ډار اچونې سره  دمبارزې  لوړ ادعا  کوي او له دغې پديدې سره  دمبارزې  له پلوه يې  له نړيوالې ټولنې څخه زيات باج  اخستې دى  په افغانستان کې د ډار اچوونکو ډلو ترمنځ خپلواتباعو شتون  چې دزياترو تروريستي بريدونو طراحان دي  ، څه ډول  توجيه  کوي  ؟
په افغانستان کې په ډار اچوونکو پېښو کې دپاکستان  داتباعو رول څه دطراح په توګه  ، دجګړې  دمديريت کوونکي او  جګړه مار په توګه  يواځې  دهغې شبکې  په شتون کې  چې دپنجشنبې په ورځ په کابل کې  ونيول شوه  ،  نه خلاصه کېږي .
  همدااوس دپاکستان برحال  جنرال په شيخ مطيع الله مشهور جنرال ارشاد حسين چې دطالبانو دمتفکر مغز  لقب يې  اخستى دى  په جوزجان اوفارياب کې  دايمي شتون لري  اودافغانستان په شمال کې دطالبانو دجګړې  مديريت کوي .
دداعش دهغوڅلورو  مشرانو له جملې څخه چې تراوسه پورې په افغانستان کې وژل شوي دي، درې تنه يې دپاکستان اتباع و . ددې ترڅنګ دسرپل ،  جوزجان ، بدخشان ، فارياب ، هلمند ، روزګان ، ننګرهار او دکونړ اوسيدونکي  په خپلو ولايتونوکې  دپاکستاني طالبانو دشتون په باره کې  زياتې خبرې لري .چې دطالبانو  اويا دداعش په شان دنورو  ډار اچوونکو ډلو  ترڅنګ  دافغانستان دخلکو په وړاندې په جګړه کې دي .
  دختيځو ولايتونو  اوسيدونکي دډيورنډ دکرښې  په دواړو لورو کې دوسله والو ډلو  دمنظم تګ راتګ  شاهدان دي . دشينوارو خلکو په وار وار  ويلي دي چې پاکستاني  مليشې  په منظم ډول  داعشيان  چې له طالبانوسره  جلا شوې ډله ده  په منظم ډول مرسته  کوي . اوسمبالوي يې .
دروسيې  استخباراتي سرچينو په واروار  دامسئله  رسنيزه کړې ده  چې داعش  افغانستان ته  دکډې  کولو  په حال کې دى . او له عراق او سوريې  څخه ددغې ډلې  ماتې خوړلې کسان دعربي متحده اماراتو ،  عمان ، اودکراچي بندر له تګلوري څخه پاکستان او وروسته افغانستان ته  رالېږدول کېږي .
داعش چې تر دوه درې کلونو مخکې پورې  دافغانستان دخلکو لپاره  پېژندل شوى  نوم و ،  خو له طالبانو سره  دسولې  دپروګرام په پيلولو سره دغې ډلې په افغانستان کې  سر پيداکړ ، داښيي  چې داعش په افغانستان کې يوه بله  استخباراتي پروژه ده  چې له طالبانوسره  له سولې وروسته به په افغانستان کې زيات ماموريتونه  ولري .
اوس  په افغانستان کې دداعش خطر له بل هر وخت څخه زيات  جدي دى .  چې له بده مرغه  يو شمېر بهرني هېوادونه  دپاکستان په محور کې ددغې ناوړې پروژې په رامنځته کولو کې  شريک دي .اودجنايت  مرتکب کېږي .
دلږ ترلږه ٢٩ ډاراچوونکو خونړيو فعاليتونو ترسره کول  هغه هم  په کابل کې  دداعش  ديوې شبکې له لوري ددقت او مکس وړ خبره ده چې نه شو کولى په افغانستان کې  دداعش په فعاليت  سترګې پټې کړو او له هغه څخه په اساني سره تېر شو .
دداعش  خطر  دافغانستان له پولو څخه وړاندې دى . او دغه ډله دسترو سيمه ييزو او له سيمې څخه بهر ماموريتونو دترسره کولو لپاره  رامنځته شوې ده چې له بده مرغه  پاکستان  افغانستان ته   دهغې په راکښلو کې محوري رول لري .
دافغانستان دولت بايد هغه زيانمنې چې دپاکستان له ناحيې څخه دافغانستان  خلکو او دولت او سيمې ته متوجه دي رسنيزې کړي . او په سيمه ييزو  او له سيمې څخه بهر هلوځلو سره پاکستان  له خپلولوړتيا غوښتونکو غوښتنو څخه تېر کړي اوددې ترڅنګ  پاکستان بايد  متوجه شي چې دخپلو اتباعو په وړاندې  مسووليت منوونکى  واوسي .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.