09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سمسور لغمان دوديزه آنلاين مشاعره تر سره شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه/ باختر سمسور لغمان دوديزه پسرلنۍ مشاعره،...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي ٢٥مه
د جمهوري ریاست نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د خبرو په اړه مطبوعاتي اعلامیه
په تاسف سره چې د جمهوري ریاست د ټاکنو نوماند او د ثبات او همپالنې ټیم ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه انتخاباتي غونډه کې د هېواد د جمهورريیس محمداشرف غني په ادرس ځینې تورونه مطرح کړي چې جمهوري ریاست د عبدالله د خبرو د ردولو ترڅنګ لاندې مراتب بیانوي:
لومړی: ښاغلی اشرف غني د جمهوري ریاست د نوماند ترڅنګ د افغانستان برحاله جمهورريیس هم دی او د هېواد د نافذه قوانینو په ځانګړي ډول د اساسي قانون د ۶۴ مادې پر بنسټ په اجرایي، قضایي او تقنیني برخو کې خپل صلاحیتونه اعمالوي.
دویم: د افغانستان جمهورريیس محمداشرف غني د ډاکټر عبدالله عبدالله او د جمهوري ریاست د نورو نوماندانو له لوري د مطرح شويو تورونو په ردولو سره، ډاډمن دی چې ټول حکومتي اجراات د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره شوي دي.
درېیم: څنګه چې جمهورريیس غني په خپله په ټاکنیزو چارو کې نه مداخلې او له دولتي امکاناتو او صلاحیتونو څخه عدم استفادې ته ژمن دی، د جمهوري ریاست له ټولو نوماندانو غواړي چې د هېواد اساسي قانون ته درناوی ولري او د قانون او حکومتي احکامو د تطبیق مانع نه شي.# پاى-ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.