23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د انتخاباتو په درشل کې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

باختر/ کابل/ د وږي ۲۵ مه
د روان کال د تلې پر شپږمه په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات ترسره کېږي. دغه ستر ملي بهیر ته د تیاري او په اړه یې د افغانانو مسوولیت ته د باختر آژانس سیاسي مفسر کتنه کړې ده.
کله چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې روانې وې، نو ډېرو فکر کاوه چې ښایي د جمهوري ریاست  انتخابات ترسره نه شي. هغه مهال داسې ګڼل کېده چې د سولې موافقه هرومرو لاسلیک کېږي او د جمهوري ریاست انتخابات تر نامعلومې نېټې ځنډول کېږي.
د ټرمپ له ناببرې پرېکړې وروسته اوس دا قطعي شوې ده چې انتخابات هرومرو د تلې پر شپږمه ترسره کېږي. انتخاباتو ته دوه اوونۍ پاتې دي او دا ډېر لږ وخت دی.
منو چې د انتخاباتو د تیاري چارې لا له وړاندې پیل شوې دي، خو وروستي ناڅرګند او ګونګ سیاسي حالت تر ډېره د کاندیدانو او همدارنګه رای ورکوونکيو پر روحیې ناوړه اغېز وکړ.
اوس ترټولو مهمه خبره  دا ده چې هم کاندیدان، هم د دوی پلویان او هم ټول ولس ځانونه د دغه ګونګ او ناڅرګند سیاسی حالت له ناوړو اغېزو وژغوري او خپل ټول پام راروانو انتخاباتو ته واړوي.
دوه ټکي ډېر مهم دي: لومړی دا چې اوس باید د انتخاباتو په اړه چې کېږي او یا نه کېږي، ټول شکونه لرې کړای شي. لکه پورته چې وویل شول؛ اوس د انتخاباتو تر سره کول له هر ډول ابهامه راوتلي او قطعي شوي دي. دویم دا چې د انتخاباتو په اړه منفي تبلیغاتو ته باید د پای ټکی کېښودل شي.
ځیني په آګاهانه او ځیني هم په نا آګاهانه ډول مخکې له مخکې د انتخاباتو په اړه منفي تبلیغات کوي او په لوی لاس دغه ملي بهیر بدناموي. هغوی چې په آګاهانه توګه دا کار کوي، موخه یې دا ده چې د انتخاباتو بهیر ټکنی کړي، په اړه یې رای ورکوونکي بې باوره کړي او په یو نه یو ډول د رای ورکولو په ورځ د رای ورکولو مرکزونو ته د خلکو د تګ مخه ونیسي. هغوی چې په نا آګاهانه توګه دغه راز تبلیغات کوي، پرته له دې چې د موضوع عواقبو ته پام وکړي، په ناخبرۍ کې د خپل برخلیک ټاکلو ملي بهیر تخریبوي.
کله چې موږ د انتخاباتو په اړه خبرې کوو، نو دلته د دغه یا هغه ټاکنیز ټیم، د دغه یا هغه کاندید موضوع مطرح نه ده، بلکې دلته د افغانستان د سیاسي برخلیک او د راروانو پنځو کلونو لپاره د هېواد د جمهوررییس د ټاکلو موضوع مطرح ده.
له دې امله انتخاباتو ته باید د یوملي بهیر په سترګه وکتل شي، د داسې ملي بهیر په سترګه چې د افغانستان هر وګړی یې په اړه مسوولیت لري. که ټول خپل دغه ملي مسوولیت په ښه توګه سرته ورسوي، نو پوره باور دی چې د راروانو انتخاباتو په اړه ټول شکونه او اندېښنې له منځه ځي او دا انتخابات به هم سراسري وي او هم راڼه او شفاف.
پای/ ن.ش  

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.