23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ولايتونو له مرکزونو څخه ولسواليو ته د حساسو انتخاباتي توکو لېږدول پيل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه 
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي چې ټول حساس او غيرحساس انتخاباتي توکي ٣٤ ولايتونو ته لېږدول شوي دي او د ولايتونو له مرکزونو څخه ولسواليو ته د دغو توکو  د لېږدونې بهير هم پيل شوى دى.
د انتخاباتو د خپلواک  کمېسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي په دې اړوند باختر آژانس ته وويل: د حساسو انتخاباتي توکو د لېږدونې بهيرچې د وږي په اتمه د هېواد له مرکز څخه د ولايتونو مرکزونو ته پيل شوي وو؛ اوس دغه بهير بشپړ شوى او د دغه کار دويمه برخه د ولايتونو له مرکزونو څخه ولسواليو ته پيل شوې ده چې د تلې تر پنځمې مې پورې دوام کوي.
ټاکل شوې ده انتخاباتي مبارزې تر راتلوونکو لسو ورځو پورې دوام وکړي.               خو ليدل کېږي چې د انتخاباتي ډلو زياتره مشران تر اوسه د خپلو پروګرامونو          د وړاندې کولو لپاره ولايتونو ته نه دي تللي.
پرون د محمد اشرف غني، ډاکترعبدالله عبدالله، عبداللطيف پدرام، سيد نورالله جليلي  او د شهاب حکيمي انتخاباتي ډلوخپل انتخاباتي پروګرامونه په کابل او يوشمېر ولايتونو کې بيان کړل.
ټاکل شوې ده د انتخاباتي مبارزو دوره تر يوې اوونۍ پورې پاى ته ورسېږي.
پاى \ج \ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.