13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دانتخاباتو دکمېسيون کميشنر: دراى ورکولو دمرکزونو فهرست رښتينۍ نه دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ٢٦مه :
دانتخاباتودخپلواک کمېسيون رييس وايي چې دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو لپاره ټول تدبيرونه وروستي شوي دي خو ددغه کمېسيون يوکميشنر وايي چې دراى ورکولو دمرکزونو فهرست رښتيني نه دى
دباختراژانس دخبرله مخې، دانتخاباتودخپلواک کمېسيون رييسې حوا علم نورستاني نن دانتخاباتو دملي کنفرانس دکار په بهير کې چې ددغه کمېسيون له لوري جوړ شوى و ټينګاروکړ چې انتخابات به په خپل ټاکلې وخت اوزمان کې ترسره شي او په دې اړوند ټول تدبيرونه وروستي شوي دي .
نورستاني وويل:  موږ خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي  او په دغه شان شرايطو کې مو وکولاى شول  حساس انتخاباتي توکي ولايتونو ته ولېږدوو او دانتخاباتو دترسره کولو لپاره بشپړ تيارى شتون لري .
خو دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون کميشنر محمد عبدالله وايي دراى ورکولو دمرکزونو فهرست  چې دامنيتي بنسټونو له لوري ورکړى شوى دى رښتيني فهرست نه دى  .
هغه څرګنده کړه په دې فهرست کې  ويل شوي دي چې دروزګان ، زابل ، هلمند ، نيمروز ، پکتيا ، خوست ، ننګرهار  ، غزني او دکونړ په ولايتونوکې دراى ورکولو هيڅ  مرکز تړلى نه دى په داسې حال کې چې په ځينو دغو ولايتونو کې جدي امنيتي ستونزې  شتون لري
دمحمد عبدالله دڅرګندونوله مخې، دامنيتي بنسټونو د رپوټ پربنسټ دانتخاباتو په ورځ به دراى ورکولو  ٤٣١ مرکزونه تړلي وې  ٦٧٥ مرکزونه له لوړو امنيتي ګواښونو او ٩٠٧ مرکزونه له ټيټو امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي او ٣٣٦٠ مرکزونه به پرانستي وي .
هغه دمثال په ډول دفراه ولايت دپرچمن  ولسوالۍ ته اشاره وکړه چې په هغې کې دراى ورکولو ټول مرکزونه پرانستي بلل شوي دي په داسې حال کې چې  دغه شان نه دى .
محمد عبدالله دانتخاباتو دکمېسيون په دننه  کې ځينو ستونزو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې ټاکنې دقومي ، سمتي او ژبنيو سليقو پربنسټ  شوي دي خو په دې اړوند يې څرګندونې ونه کړې .
دمحمد عبدالله دغه ادعا دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون ددارالانشا رييس حبيب الرحمن ننګ له لوري رد شوه او ټينګار يې  وکړ چې په دې کمېسيون کې ټاکنې سليقوي نه دي او دکړنلارې پربنسټ شوي دي.
محمد عبدالله دغه راز ددغه کمېسيون دتخنيک اوتکنالوژى په برخه کې دجدي ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل چې په دغو دوو برخو کې جدي نواقص کولاى شي ناوړې پايلې ولري .
دانتخاباتو په بهير باندې کتوونکى بنسټونه وايي چې دانتخاباتو په ورځ دراى ورکولو دزيات شمېر مرکزونو دنړيوالي په دليل  به په سلګونو زره  افغانان په انتخاباتو کې له ګډون څخه بې برخې پاتې شي
دکورنيو چارو وزارت وايي چې دجمهوري رياست دانتخاباتودتامينولو لپاره چې دتلې دمياشتې په شپږمه نيټه پلان شوي دي څه ناڅه دوه اويا زره تنه امنيتي ځواکونه به موظف شي  او دېرش زره تنه نور امنيتي منسوبين به دتيارسى په حال کې وي .    ختم-عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.