17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا له جمهوررئیس غني سره په کتنه کې: طالبان دې افغان دولت سره له مذاکراتو نه وېرېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ٢٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د عالمانو سراسري شورا له مشرتابه او غړو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین  وخت پر وخت د اعلامیو، پرېکړه لیکونو او څرګندونو په بڼه د مهمو قضایاو په اړه د اصولي او شرعي دریځ غوره کولو ته په اشارې وویل، د افغانستان د قضیې معقول حل له افغان دولت سره مذاکرات دي.
ښاغلي لودین وویل، په تېرو څومیاشتو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو او کابل ته د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سولې پلاوي په راتګ سره موږ د سختو بریدونو، چاودنو او تاوتریخوالي شاهدان وو، خو د سولې د مذاکراتو لپاره اوربند اساسي شرط دی. که د طالبانوغوښتنې او مسایل د خلکو د ارادې ممثل وي، نو له افغان دولت سره له مذاکراتو دې نه وېرېږي، له دولت سره دې مخامخ مذاکرات وکړي. 
نوموړي د سولې مذاکراتو د بریالي ترسره کېدو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بقا او د هیواد د اساسي چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره د ټاکنو له لارې د زعیم ټاکل واجبي او ضروري کار وباله او له ټولو هیوادوالو څخه یې وغوښتل چې په ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
جمهوررئیس غني د عالمانو ارزښتناک رول ته په اشارې وویل، د عالمانو متفقه فتوا، په اندونیزیا، مکه مکرمه او مدینه منوره کې د عالمانو دریځ بېساري او تاریخي اقدامات وو چې د سولې لپاره یې زمینه او شرایط برابر کړل.  هغه زیاته کړه، سوله د افغانستان د خلکو او دولت اساسي غوښتنه ده او هغې ته د رسېدو لپاره به ان د کلیو او ولسوالیو په کچه خپلې هلې ځلې منسجمې کړو.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک زموږ لپاره تګلاره ټاکلې او موږ د هغه پرېکړه لیک د تطبیق لپاره دوامدارې هڅې او کوښښونه کوو.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د سولې پروسې مالکیت د افغانستان ملت او دولت سره دی. د باعزته او تلپاتې سولې لپاره چې د خدای تعالی رضا او د ولس هوساینه په کې نغښتې وي، اوربند اساسي شرط دی.
جمهوررئیس غني په رڼو او سراسري ټاکنو کې د ګډون په موخه د ولسونو او خلکو د هڅونې، انسجام او پراخ ګډون په برخه کې د عالمانو رول مهم وباله او وې ویل، ټاکنې د ولسواکۍ د مهم اصل په توګه د واک د سوله ییز لېږد او د ولس د ارادې د تمثیل غوره لاره ده.
محمداشرف غني څرګنده کړه، د دارالافتا لپاره د بودجې او نورو ترتیباتو ترڅنګ به د علمای کرامو د سلا مشورو په پایله کې د دارالافتا او د ارشاد حج، او اوقافو وزارت عرفان معینیت ته  وړ، صالح او باوري اشخاص تشخیص او معرفي شي.
پاى- فضل واحد

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.