17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ٢٦مه
په پروان او کابل کې د تروریستي بریدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه
ارګ، کابل: طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن د پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار لومړۍ حوزې روزنيز مرکز ته نږدې او د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ملي دفاع وزارت پېژنتون دروازې ته څېرمه په دوو جلاجلا تروریستي بریدونو کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهوررئیس محمداشرف غني د دغو بشري ضد جنایتونو د سخت غندلو ترڅنګ وویل، ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د پروان زړورو ولسونو تل په مېړانه د ازادۍ، ولسواکۍ او جمهوري نظام د ارزښتونو دفاع کړې او هیڅکله به دښمن ته د دې اجازه ورنکړي چې خپلو ناوړو موخو ته ورسېږي.
جمهوررئیس وویل: طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په هیواد کې د سولې او ثبات د تامین اراده نه لري، د امریکا متحدو ایالتونو سره د مستقیمو مذاکراتو په جریان کې چې ناکام شول،افغان وژنې او زموږ پر بېګناه خلکو یې خپلو تروریستي بریدونو ته په شدت دوام ورکړی.
د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه: طالبان چې زموږ د جمهوري نظام اصلي دښمنان دي، هیڅکله به هم خپلو ناوړو موخوته ونه رسېږي. په افغانستان کې به سرتاسري ټاکنې وشي او زموږ زړور خلک به په ازاده فضا کې خپل سیاسي برخلیک وټاکي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#
پاى-فضل واحد

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.