17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانو جرګې غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ٢٦مه
د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په ننني غونډه کې د رپوټونو په اورېدو سربېره د هېواد د مهمو مسایلو په اړه بحث وشو.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په غونډه کې د مجلس رئيس او ټولو غړو په شرایطو برابرو رای ورکوونکو څخه وغوښتل چې د دیموکراسۍ د پیاوړتیا او د ولسواکۍ ارزښتونو د پراخوالي له پاره دې د تلې د شپږمې نېټې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې چې یو ملي او برخلیک ټاکوونکی بهیر دی، په پراخه توګه ګډون وکړي او د خپلې خوښي وړ نوماند ته دې رایه وکاروي.
سناتورانو له امنیتي سکتورڅخه وغوښتل چې د ټاکنو تر رسېدو پورې دې دهېواد په ناامنو سیمو کې پوځي عملیات پراخ کړي او اجازه دې نه ورکوي چې رای ورکونکي له خپل حق څخه ئې برخې شي.
همدا راز روښانه شوه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رای ورکونې په ورځ د رای ورکوونکو د انځور ثبت اړین بللی چې دغه کار به په اوسنیو شرایطو کې ولایتونو کې ناوړه پایلې رامنځته کړي او باید کمېسیون په ولایتونو کې په شرایطو برابرو مېرمنو د انځور اخیستل د دوی خوښې او ارادې ته پرېږدي ځکه که د ښځو انځورونه جبري وي، ښايي په شرایطو برابرې ډېرې مېرمنې په ولایتونو کې د رای ورکونې بهیر کې له ګډون ډډه وکړي چې دغه کار به په ټولټاکنو منفی اغیزې ولري.
دجرګې غړو د طالبانو له خوا د برېښنا د ستنو الوزول، د عامه ځایونو ورانول ،د مخابراتو سیستم پرېکون او د تاریخي اثارو لمنځه وړل وغندل او ویې ویل، د دې ډلې دغه کړنې هېواد او خلکو سره ښکاره دښمني ده.
یو شمېر سناتورانو یو ځل بیا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو د ماتې علت د طالبانو د ډلې لوړې غوښتنې او غرور وګڼه، ویې ویل چې باید د سولې هر ډول خبرې اترې د افغان دولت په محوریت او د نړیوالې ټولنې په همکاري پرمخ ولاړي شي تر څو مطلوبې پایلې ولري او هم د پخوانیو خبرو د پایلو رد یې پرځای کار وباله.
د بحثونو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار ټینګار وکړ چې حکومت مکلف دی د هرې ممکنې لارې زمینه برابره کړه تر څو د برېښنا شرکت د برېښنا هغه ستنې چې طالبانو ویجاړې کړي، بېرته نصب کړي تر څو هېوادوال او په ځانګړې توګه د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له نعمته برخمن شي.
د مشرانو جرګې رئيس همدا راز وویل چې سوله د منان خدای حکم دی او دغې مجلس د ملي شورا د پنځلسمې تقنیني دورې څخه تر اوسه د باعزته سولې په راتګ ټینګار کړی دی او له حکومته یې وغوښتل چې د ټاکنو وروسته دې داسې سوله چې په کې د خلکو، خاورې او امنیتی ځواکونو عزت خوندي وي، په جدي توګه تعقیب کړي.
فضل هادي مسلم یار د خپلو خبرو په دوام وویل، ټاکل شوې وه چې د امنیتي سکتور مشرتابه د هېواد د امنیتی وضعیت په تړاو د مشرانوجرګې په يوه عمومي غونډه کې معلومات وړاندې کړي، خو دا چې هغوی د ټولټاکنو د امنیت په ټینګښت کې بوخت دي، داپرېکړه وځنډېده، خو ټینګار یې وکړ چې امنیتي چارواکي دې  د لویو لارو په ګډون د ټول هېواد او هېوادوالو د امنیت د ټینګښت په موخه په جدیت کار وکړي.
همداراز دمشرانوجرګې نایب منشي ډاکټرمحمدفیصل سمیع د آسیایی پارلمانونو دټولنې دبودجې او پالیسې جوړونې کمیسیون په ناسته کې چې عراق کې جوړه شوې وه دجرګې دپلاوي دګډون رپوټ وړاندې کړ.
ډاکټرفیصل وویل دبشري حقوقوڅخه دفاع، دسولې اوعدالت ټینګښت، د آسیایي هېوادونو د لومړیتوبونو په ګوته کول، دسیمه يیزو ستونزو لپاره دحل لارو پلټل، بې وزلۍ سره مبارزه، دستونزو په کمولو کې دپارلمانونو فعاله ونډه او دپارلمانونو دارالانشاء ګانو ته ځانګړې بودجه په پام کې لرل ددې ناستې مهمې موخې وې.
ديادونې وړ ده چې دمشرانوجرګې پلاوي چې مشري یې ډاکټرمحمدفیصل سمیع درلوده ددې ناستې په څنډه کې دهند، ایران او پاکستان دپارلماني پلاویو سره په جلا جلا توګه کتنې لرلي.
په پای کې د مشرانو جرګې منشی مولوي عبدالله قرلق د کندز ولایت رپوټ او مولوی غلام محی الدین منصف د کاپيسا ولایت څخه خپل رپوټ غونډې ته وړاندې کړ چې مفصل جزئیات به یې د مشرانو جرګې د کمېسیونونو د خبرونو په ردیف کې خپاره شي.پاى- فضل واحد

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.