17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

چارواکي: په زابل کې د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره چمتووالی نیول شوی دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲۷ مه
د زابل امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره پوره امنیتي چمتووالی نیول شوی دی.
د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال نجیب الله سرتېري د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال سره په خبروکې د جمهوري ریاست انتخاباتو په ملي پروسه کې د خلکو ګډون اړینه وبلله.
هغه انتخابات یوه ملي پروسه وبلله او زیاته يې کړه چې د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره پوره چمتووالی لري او د یادې پروسې ملاتړ کوي.
سرتېری زیاتوي چې د جمهوري ریاست انتخابات به په پوره ډاډ او امنیت ترسره کېږي او د د  دغه ملي بهير تخریب کوونکي، زورواکان او د دولت مخالفینو ته به اجازه ورنه کړي، چې هغه له خنډ سره مخ کړي.
ټاکل شوې ده د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د روان کال د تلې په ۶ مه ترسره شي.
پای/وصال

Last modified on Thursday, 19 September 2019 03:50

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.