17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د آسان خدمت د کړنو، پرمختګونو او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو د حل په اړه غونډه وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٧مه  
د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمدخان په مشرۍ د آسان خدمت د کړنو، پرمختګونو او پروړاندې یې د پرتو ستونزو د حل په اړه جوړ شوي کمېسیون غونډه وکړه.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د اقتصاد، عدلیې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او د چارو ادارې، اداري اصلاحاتو، د کانونو او صنایعو، د سوداګرۍ او پانګونې خونو استازو ګډون کړی و، د آسان خدمت د کړنو، پرمختګونو، د ادارو ترمنځ د همغږۍ، د وظیفوي تداخل د مخنیوي او د دغې پروسې د چټکتیا په اړه خبرې وکړې.
د آسان خدمت ريیس احد نعیم څمکني وویل: موږ غواړو د هېوادوالو لپاره د عامه خدمتونو یو آسانه سیستم را منځ ته کړو، چې خلک وکولي شي چې په د ولتي ادارو کې خپل کارونه په ښه او لنډ وخت کې تر سره کړي.
څمکني وویل: آسان خدمت کوښښ کوي چې د ادارو لپاره سیسټمونه جوړ او هغه ادارې چې سیستونه لري عیار کړي چې له امله به یې پېچلې ادارې پروسې آسانه، د فساد او د وخت د ضایع کېدو مخه به ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه: د دې لپاره چې دغه پروسه نوره هم غښتلې او چټکه شي او ولایتو ته وغځول شي د نورو ادارو او آسان خدمت ترمنځ د وظیفوي تداخل مخنیوی وشي اود آسان خدمت د اداري ودانۍ تدرکاتي کارونه ژر تکمیل شي تر څو په ښه توګه الکترونیکي حکومتداري پلې شي.
د کمېسیون مشر او د اجرايیه ریاست لومړي مرستيال انجنیر محمدخان وویل: د حکومت موخه همدا ده چې ولس ته خدمت وکړي، ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې راولي او الکترونیکي حکومت ولي له لارې روڼتیا او آسانتیا را منځته کړي.
د کمېسیون مشر او د اجرايیه ریاست لومړي مرستيال د دې لپاره چې د آسان خدمت د پروسې پر وړاندې ستونزې او خنډونو ته قانوني لارې چارې ولټول شي د اقتصاد وزارت په مشرۍ  او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عدالیې، مالیې، بهرنیو، کورنیو چارو وزارتونو او د خصوصي سکتور، اداري اصلاحاتو او د احصایې مرکزي ادارو په غړیتوب یو تخنیکي کمېسیون ته دنده وسپارله چې د آسان خدمت د اداري ودانۍ د تدارکاتي بهېر د چټکتیا او د یادو ادارو ترمنځ د وظیفوي تداخل د مخنیوي لپاره قانوني لارې چارې ولټوي، د کمېسیون را تلونکې غونډې ته بشپړه طرحه وړاندې کړې او د نورو اقداماتو لپاره د وزیرانو شورا ته واستول شي.
پاى – ذ

Last modified on Thursday, 19 September 2019 03:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.