جمهورريیس غني او مېرمن موګریني ټلیفوني خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲۸مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسوولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د جمهوري ریاست د ټاکنو، سولې پروسې او له افغانستان څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
مېرمن موګریني په کابل او پروان ولایتونو کې د وروستيو تروریستي بریدونو په خاطر د تسلیت ترڅنګ وویل: له افغان ولس څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.
نوموړې د افغانستان د خلکو او دولت په رهبرۍ او مالکیت د ټول شموله سولې پر ارزښت چې تلپاتې سولې او هوساینې ته لار برابروي، ټینګار وکړ.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې د امریکا متحدو ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو شاتګ ته په پام وویل: د بل هر وخت په پرتله د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کول څرګنده اړتیا ده.
نوموړې هیله څرګنده کړه چې  د تلې د شپږمې ټاکنې په آرامه فضا کې په شفاف او عادلانه توګه ترسره شي.
مېرمن موګریني څرګنده کړه: د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمې خبرې د پایداره سولې د تامین لپاره د پرمختګ یواځینۍ لار ده او د سولې د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره اوربند د افغان ولس غوښتنه ده چې اروپايي ټولنه ترې ملاتړ کوي.
جمهورريیس غني په دغو ټلیفوني خبروکې وویل: سوله زموږ لومړیتوب دی، د افغانستان حکومت د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کار کوي او د شفافو او سراسري ټاکنو ترسره کول زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري.#
پاى – ذ

 

back to top