31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر اروپایي ټولنې په دغو...

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى١١ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر...

دوه شپانه بدخشان کې  په يوه چاودنه کې  ووژل شول

دوه شپانه بدخشان کې په يوه چاودنه کې ووژل شول

فيض اباد / د غبرګولي ١١ مه/ باختر دوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني او عمران خان د افغانستان د سولې پروسې او ټاکنو په اړه خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲۸مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون ماښام د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له لوري په نیول شوې ټلیفوني اړیکه کې د افغانستان د سولې پروسې او ټاکنو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهورريیس غني د تېرو ټاکنو په جریان کې د تاوتریخوالي په کموالي کې د پاکستان رول ته په اشارې، د پاکستان له لومړي وزیرڅخه وغوښتل چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره هڅې او همکاري وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر په پروان او کابل ولایتونو کې د وروستیو تروریستي بریدونو له امله د تسلیت او همدردي ترڅنګ ژمنه وکړه چې هېواد به یې په ټول ظرفیت او امکاناتو په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره کوښښ او همکاري وکړي.#
پاى – ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.