22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې مطالعاتي مرکز له شیخ زاېد پوهنتون سره د سلګونو کتابونو مرسته وکړه

کابل/دتلې۳۰مه/باختر په خوست کې د سولې مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز...

شپاړس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د قندهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

په قندهار کې ٧٥ ټنه تېر تاريخ او بې کيفيته درمل له منحه يوړل شول

کابل/ د تلې٣٠مه / باختر د قندهار د عامې روغتيا رياست...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د وږي٢٨ مه
په زابل کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
په ژورې خواشینۍ سره طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام، نن سهار د زابل ملکي روغتون ته نږدې د تروریستي برید په ترسره کولو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهورريیس غني په کلکه د دغه جنایتکارانه عمل د غندلو ترڅنګ وویل: طالبانو د دغه وحشیانه او د دیني او بشري ارزښتونو ضد برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې د  دوی جګړه د افغانستان د خلکو پر وړاندې ده او د هغوی له وژلو او د عامه تاسیساتو له ویجاړولو پرته بل کار نه لري.
د هېواد جمهورريیس وویل: طالبانو چې زموږ له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی، په عامه ځایونو کې بزدلانه تروریستي بریدونه کوي.
جمهورريیس غني اړوند مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې تروریستي پېښې ټپیانو ته د رسیدګي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي، همدارنګه د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#
پاى – ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.