12 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جوزجان مدني فعالانو د سولې ملاتړ وکړ

د جوزجان مدني فعالانو د سولې ملاتړ وکړ

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر د جوزجان د مدني ټولنې يو شمېرفعالانو نن په...

يو ښوونځى په تخارکې جوړېږي

يو ښوونځى په تخارکې جوړېږي

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر د تخار په ينګي قلعه ولسوالۍ کې د شهيد...

طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل

طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر وسله والو طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني عالمانو سره په کتنه کې: د مدرسو راتلونکی باید د عالمانو په سلا او لید انسجام ومومي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ۳۰ مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې د هېواد په کچه د عالمانو او دیني مدرسو د موجوده ستونزو او حللارو د کلنۍ ارزونې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې مولوي فرمان الله نیازي له جمهورريیس څخه عالمانو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او په تېرو پنځو کلونو کې یې په بېلابېلو برخو کې د جمهورريیس د کوښښونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه. هغه زیاته کړه، عالمانو چې د هېواد د سوکالۍ، ابادۍ او پرمختګ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، باید د دوی ستونزو ته لا ډېره پاملرنه او رسیدګي وشي.
د دیني چارو ريیس مولوي رحمت الله اندړ د عالمانو د رسمي اسنادو ستونزې ته په اشارې چې د عالمانو د تحصیل، کار او پرمختګ پر وړاندې یې خنډونه ایجاد کړي دي وویل، د عالمانو د اسنادو او غیر رسمي مدرسو د ارزونې او د واحد نصاب د جوړولو لپاره دې د عالمانو بورډ جوړ شي.
همدارنګه نوموړي د عالمانو او حکومت ترمنځ د واټن او بې باورۍ فضا د لا راکمولو  او د عالمانو د مصئونیت په خاطر د عالمانو اړوند مسایلو او دوسیو د څېړلو لپاره د عالمانوکمېټې د جوړولو وړاندیز له جمهورريیس سره شریک کړ.
جمهورريیس غني د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلیو عالمانو، مدرسنیو او خطیبانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: علمای کرام زموږ په ټولنه کې ځانګړی رول او حیثیت لري او د دوی درناوی او ستونزو ته رسیدګي حتمي ده. هغه زیاته کړه: په تېرو پنځو کلونو کې د ارګ او منبر تر منځ واټن کم شوی او د لیرې کولو لپاره یې هڅې ادامه لري.
جمهورريیس د عالمانو د اسنادو او مصئونیت په اړه د عالمانو د بورد او کمېټې جوړولو وړاندیزونه معقول وبلل او علمای کرامو ته یې په دې برخه کې د اقداماتو ډاډ ورکړ.  هغه زیاته کړه: د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي جوماتونو د بیا رغاونې په ګډون سلګونه جوماتونه جوړ شوي او لا هم په هره ولسوالۍ کې د جامع جوماتونو د جوړولو لپاره دېرش میلیونه ډالره ځانګړي شوې دي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه، زموږ علمای کرامو د تاریخ په هر پړاوو کې اساسي رول لرلی او موږ باید د خپلو عالمانو تاریخي رول او کوښښونه درک کړو. هغه زیاته کړه، د عالمانو د هر اړخیز مصئونیت ترڅنګ د مدرسو راتلونکی باید د عالمانو په سلا او لید انسجام ومومي. پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.