دسترې محکمې دعالي شورا په غونډه کې دمحکومينو دبيا کتنې دولس غوښتن ليکونه وڅيړل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
دسترې محکمې عالي شورا نن دقاضي القضات اودسترې محکمې درييس قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ. شورالومړى دجزا دکود دتوضيحي او تطبيقي  ننګونودپېژندنې عالي سيمينار جوړول چې دقاضيانو،دعدليې وزارت  دقانون جوړوني او علمي څيړنو انستيتوت د مسلکي غړو ، څارنوالانو ، مدافعو وکيلانو او دکشف دادارو داستازو په ګډون ددرېو ورځو دمودې لپاره دسترې محکمې  په مقر کې جوړ شو او دهغه په ترڅ کې  دجزا دکود په راتلونکي تقنيني بهير کې دتعديل ، تزيد ، تصحيح اواصلاح په موخه دننګونو او ستونزو په ګډون  ٢٣٧ موارده وپېژندل شول اودهغو دلازياتې بډاينې په خاطر لازمه طرحه وړانديز شوه ، مثبت وارزول شول  او دسترې محکمې دتدقيق او مطالعاتو لوى رياست ته يې لارښوونه وکړه چې دسيمينار دکار پايلې دې دراتلونکو قانوني پړاونو دتېرولو په غرض چمتو کړي .
وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى څارنوالي دادارې دغوښتنې پربنسټ  دفسق او فجور ، وژنې ، تزوير اودرغلۍ ، دنشه يي توکو دقاچاقو ، تښتونې ، دمحاربې له صحنې څخه دتېښتې او په زنا سبب دتښتونې دقضيو په برخه کې  ددرې ګونو محکمو په پريکړو دجزايي محکومينو دبيا کتنې دولس غوښتن ليکونه  دلوى څاروالۍ دقضايي تعقيب دمرستيال څارنپوه  غلام حيدر علامه ، اړوندو څارنوالانو ، دمحکومينو دخپلوانو او ديوشمېر وکيلانو په شتون  تر غور او څيړنې لاندې ونيول شول او له طرحه شويو غوښتنو څخه دهر يوې په وړاندې  دجزايي اجرااتودقانون د ٢٨٢ مادې په حکم کې  له درج شويو شرطونو سره په مطابقت  کې لازم قانوني تصميمونه ونيول شول .
  شورا دغه راز دقضايه قوې دتشکيل او واک دقانون دحکمونو پربنسټ دافغانستان داسلامي جمهوريت دقضايه قوې دقاضيانو درسمي جامو دټاکنې دمقررې غور وکړ او دبياکتنې په مقصد يې دتدقيق اومطالعاتو لوى رياست ته لارښوونه وکړه .
ختم_عطاالله _ اکرم


 

Last modified on Sunday, 22 September 2019 04:06
back to top