17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررییس غني له پکتیکاوالو سره ژمنې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
د افغانستان جمهوررییس او ولسمشرۍ ته نوماند محمد اشرف غني وايي چې دا ځل به پکتیکا ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د هېواد په کچه د ولسمشرۍ لپاره د ټاکنیزو غونډو په لړ کې د دولت جوړوونکي ټیم د کمپاین کوونکو له لوري په پکتیکا کې یوه ستره غونډه جوړه شوه چې زرګونو پلویانو یې پکې برخه اخیستې وه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې:
محمد اشرف غني د ټلیفون له لارې د غونډې برخوالو ته وویل چې د ولسمشرۍ په تېره دوره کې یې له پکتیکاوالو سره ځکه کړې ژمنې پوره نه کړای شوې، چې ځینو خلکو یې د فعالیتونو مخه نیوله.
هغه زیاته کړه چې له بریا وروسته به دا ځل د پکتیکا خلکو ته خاصه پاملرنه کوي.
غني زیاته کړه چې د پکتیکا د سرحدي سیمو خلکو د هېواد له خاورې او له ملي مسایلو د سر په بدله ساتنه کړې او قربانۍ یې د قدر وړ دي.
د دولت جوړوونکي ټيم مشر وویل چې د پکتیکا مساحت پراخ دی او پکار ده چې یا په دوو ولایتونو ووېشل شي او یا یې هم ولسوالۍ زیاتې شي.
هغه د برېښنايي تذکرو پر وېش هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په دغه ولایت کې به د برېښنايي تذکرو وېش هم پیلېږي.
غني زیاته کړه چې د پکتیکا پر کرنې، بندونو او سړکونو به هم پانګونه وکړي او غم به یې وخوړل شي.
جمهوررییس وویل چې په دغه ولایت کې د تېلو او ګازو سترې زېرمې شته چې په راتلونکي کې به پرې کار وشي چې د ټول هېواد په اقتصاد کې ښه رول ولوبوي.

په ورته وخت کې د پکتیکا خلکو ولسمشرۍ ته نوماند محمد اشرف غني ته ژمنه ورکړه چې په ټول توان به هڅه کوي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتوکې برخه واخلي او غني تر ارګ ورسوي.
دوی له اشرف غني غوښتنه وکړه چې له بریالي کېدو وروسته سمدستي په هېواد کې د جګړې د پای په موخه بیا ځلې له سره د سولې راتلو لپاره لاس په کار شي.
د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټيم مسوول عمر داوودزي وویل چې سوله د دوی د ټیم له لومړیتوبونو څخه ده.
د داوودزي په خبره: دا ځل به د تېر په خلاف د ولسمشر له لوري له ولس سره کړې ژمنې جدي څارل کېږي او عملي کېږي به.
د یادونې وړ ده چې د دولت جوړوونکي ټیم له لوري په غونډه کې خلکو بې ساری ګډون کړی و او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکو ورځو کې د غني یو قوي سیال عبدالله عبدالله هم غونډه وکړي.
پای/وصال

Last modified on Sunday, 22 September 2019 09:31

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.