24 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمد اجمل شاهپور: ځوانان بايد د خپلو زده کړو لپاره له فرصتونو څخه استفاده وکړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر
د ښې حکومتوالۍ د څېړنيو انستيتوت او د ځوانانو چارو معينيت پرون د "ځوانانو او حکومتوالۍ" کنفرانس لومړنۍ دوره په کابل پوهنتون کې ترسره کړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه کنفرانس ځوانانو ته د رهبرۍ او حکومتوالۍ د تجربو د لېږدونې په موخه ترسره شو.
په کنفرانس کې د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور په ټولنه او په تېره بيا د هېواد د برخليک او اوسني حساس وضعیت کې د ځوانانو د رول په اړوند خبرې وکړې او د ښې حکومتوالۍ د څېړنو انستيتوت له نوښت څخه په قدردانۍ سره، د ځوانانو اوسني حالت ته هم اشاره وکړه.
شاهپور له ځوانانو څخه وغوښتل چې د خپلو زده کړو او پرمختګ لپاره له فرصتونو څخه استفاده وکړي او د پرمختګ له پړاوونوڅخه په تېریدو سره زياتې هڅې وکړي.
وروسته د ښې حکومتوالۍ د څېړنو انستيتوت موسس او اجراييه رييس احمد اعتمادي  د ښې حکومتوالۍ او د دغه انستيتوت د فعاليتونو په اړوند معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه چې د ښې حکومتوالۍ انستيتوت د ځوانانو د مشارکت د پياوړتيا او  ځواکمن کولو لپاره ډول ډول پروګرامونه ترلاس لاندې لري چې په نږدې راتلوونکې به پيل شي.
دغه کنفرانس د ښې حکومتوالۍ د څېړنيو انستيتوت په نوښت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د معينيت او د ملګرو ملتو سازمان د وجهي صندوق په همکارۍ په کابل پوهنتون کې ترسره شو.
په کنفرانس کې د دولتي او تحصيلي بنسټونو يوشمېر مسوولينو او د هېواد د مرکز او ولايتونو يوشمېر ځوانانو ګډون کړى و.
پاى \ ج \ ذ

Last modified on Monday, 23 September 2019 03:56

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.