09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

عام وګړي: په کونړکې د جمهوري ریاست ټاکنې په شفاف ډول ترسره شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسعد آباد/ د تلې ۱۶ مه/ باختر
عام وګړي وايي: دوی ډاډه نه وو چې ټاکنې به شفافې او رڼې وي، ځکه تېرو ټاکنو کې هم په بېلابېلو ډولونو درغلي شوې وه او هم امنيتي حالات ننګونکي وو، خو که څه هم امنيتي حالات دا وار هم ننګوونکي وو خو موږ د خپلې ښې راتلوونکې لپاره دا هرڅه وزغمل او هم مو ملي ځواکونو خپل ځانونه د دښمن د هر ډول شوم هدف پروړاندې سپر کړل، نو ځکه موږ په ډاډه زړه خپله رايه وکاروله، دوی د خپلو ځواکونو په همکارۍ او هېوادنۍ مينه وياړي او د هر ډول ملاتړ ژمنه يې کوي.
د ولسي خلکو له منځه ځينې په ټاکنو کې د خلکو د کم رنګه ګډون لامل د هغو مامورينو او مسافرینو د رای نه کارول په ګوته کوي چې  پېژندپاڼې يا تذکرې يې بل ځای کې  ثبت وې او نه يې شوکولای چې په بل محل یا مرکز کې رایه وکاروي.
که څه هم له نيمايي ورځې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حواعالم نورستانۍ لارښوونه وکړه چې هغه کسان چې پېژندپاڼه يې يو ځای سټيکر شوې وي او  اوس بل ځای کې شتون لري کولای شي چې خپله رايه وکاروي.
ولسي خلک وايي چې دغه کار تر يوه بريده ځينو خلکو ته د رايې ورکولو لاره چاره برابره کړه، خو بيا هم په لرې پرتو سيمو کې چې ترڅو خلک خبرېدل د رايې ورکولو ټاکلی وخت پای ته رسېدلی و.
ولسي خلک په ټاکنو کې د ولس د کم رنګي ګډون بل لامل دا بولي چې د ولايتي شورا ټاکنې نه وې، دوی وايي له دې وړاندې چې به د جمهوري ریاست له ټاکنو سره د ولايتي شورا ټاکنې هم ملې وې، نو د خپلو نوماندانو له امله به هم زیات شمېر خلکو د ټاکنو په بهیر کې ګډون کاوه.
په کونړ کې د ځوان فکري يون ټولنې غړی حشمت الله ژمن وايي: د ولسواکۍ په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې داسې بې سارې رڼې او منظمې ټاکنې ترسره شوې، ژمن چې د تلې په شپږمه دسهار په ۷ بجې  د اسعد اباد عمراخان لېسې په ټاکنيزمرکزکې خپله رايه کارولې ده، د ټاکنو او شکايتونو کميسونونو مننه کوي چې دغه ملي بهيريې سم مديريت کړ او په منظم ډول يې په يومهال په ټول هېواد او په تېره کونړ کې رڼې ټاکنې ترسره کړې.
ژمن له دواړو کمېسیونونو هيله کوي چې زموږ د دې سترو قربانيو په وړاندې دعدالت څخه کار واخلي، د درغليو مخنيوي وکړي، او له مخې يې حق حقدار ته ورسوي.
په مرکز اسعد اباد کې يو تن هټۍ وال احدالله بيا وايي د کمپاين دفترې زياتره هغه اشخاصو ته ورکړل شوې وې چې هغوی يوازې او يوازې خپلې مادې اړتياوې پوره کولې، نو همدا لامل و چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم رنګه کړي.
په همدې حال کې د فيفا مسوول سفر ساپی که څه هم د ټاکنو بهیر شفاف یادوي، خو په کونړ کې د رای ورکونې په محلونوکې د خلکو د نومونو نه پېدا کېدل او په بایو متریک سیستم د مامورنیو نه پوهېدنه سترې ستونزې په ګوته کوي.
په سيمه کې ځايي خبريال قضافي مل وايي: 
په هېواد کې شته سياسي او امنيتي وضعيت ته په کتو  د جمهوري رياست د څلورمې دورې ټولټاکنې چې د ميزان په شپږمه ترسره شوې د نورو تېرو هغو په پرتله خورا  شفافې او دباور وړدي.
مل زیاتوي: کونړ به د هېواد يو له هغو ولايتونو وي چې په ټاکنو کې د نارينه وو ترڅنګ ميرمنو هم په ډېره ليوالتيا  د خپل ډموکراتیک حق څخه په ګټې، د امنيت په يوه خوندي چاپيريال کې د خوښې وړ نوماند ته رايه وکاروله، مل وايي: دوی په خپلې ونډې سره وښودله چې دا ځل يې د ټاکنو پر پروسه د باور درلودو کچه لوړه ده او ډاډه دي چې کارول شويو رايو ته به يې درناوی کېږي او پايله به يې هم مثبته وي .
په ورته وخت کې د شکايتونو کمېسیون ریيس شفيع احمد مير دادخېل وايي: په دې ولايت کې د ټاکنو پروسه په ښه توګه ترسره شوې.
داد خېل زیاتوي چې په کونړ کې د شکايتونوکمېسیون ۲۰ شکايتونه ثبت کړي چې هغه هم د خلکو له لوري شوي دي، نه د ناظرينواوکمپاينرانو له لوري.
د ټاکنو کمېسیون ریيس اميدالله زهيروايي: د کونړ د ولسونو، ولايتي ادارې او امنيتي ځواکونومننه کوي چې د ولسمشريزو ټاکنو پروسه يې بريالۍ کړه او د کمېسیون سره يې په هره برخه کې مرسته اوهمکاري وکړه.
هغه زياتوي چې په دغه ولايت کې ۱۱۰ مرکزونه او۵۸۷ محلونه وو چې ټول فعال او رای پکې کارول شوې ده.
هاخوا د کونړ اخبار مسوول مدير ضياءالرحمن سپين غر وايي: د جمهوري ریاست او ولسي جرګې ټاکنو د تېرو نورو ټاکنو سره جوت توپير درلود او تمه ده چې پايله به يې هم رڼه،شفافه او جوته وي.
سپین غر زیاتوي یا خو درغلي بيخي شوې نه ده او که شوې هم وي، نو ډېره په نشت ډول به شوې وې، نو هيله ده چې سياسيون د ټاکنو کمېسيون پرېکړو ته درناوی وکړي، ترڅو په هېواد کې يو وار بيا واک په سوله یيز ډول ولېږدول شي.
د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهالوېش پر بنسټ د انتخاباتو د وروستيو پایلو اعلام ته څه باندې څلور اوونۍ پاتې دي.
ټاکل شوې ده د انتخاباتو لومړنۍ پايلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پايلې به د لړم په ۱۶مه اعلام شي.
خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي: داسې نه ښکاري چې د عقرب په ۱۶مه د انتخاباتو وروستي پايلې اعلام شي.
د دغه کمېسیون مسوولین وايي چې د وروستیو پایلو تر اعلام وروسته به د شکایتونو کمېسیون ۳۹ ورځې وخت ولري چې شکایتونو ته رسېدګي وکړي.
پای/وصال

Last modified on Wednesday, 09 October 2019 04:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.