مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٦مه / باختر
د پخواني جمهوررييس د دفتر مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان پخواني جمهورريیس حامد کرزي په غزني پوهنتون کې تروریستي برید
چې له امله یې زموږ یو شمېر محصلین ټپیان شول، په کلکو ټکو وغانده.
حامد کرزی دغه ظالمانه برید د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل او د
هغو کسانو کار بولي چې نه غواړي افغانان په علم او پوهه سمبال او د روښانه
راتلونکي خاوندان شي.
پخوانی جمهورريیس د لوی خدای (ج) له درباره د دغې غمجنې پېښې ټپیانو ته د
سملاسي روغتیا هيله کوي.#
پاى – ذ


 

Last modified on Wednesday, 09 October 2019 04:03
back to top