جمهور ريیس غني : افغانستان په راتلونکو کلونو کې تر هر څه زیات فرهنګي احیا ته زیاته اړتیا لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٧مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د پغمان بالاباغ کې د اماني عصر بیا رغاول شویو ماڼیو څخه په داسې حال کې کتنه وکړه، چې د دولت جوړونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح او د هېواد یو شمېر فرهنګیانو یې ملتیا کوله.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني وویل: دوه نیم کاله مخکې دلته له خاورو او ډبرو مه واره نور څه نه و، ځکه ټولې ماڼۍ په جنګونو کې ویجاړې شوې وې، خو د ارګ عملیاتي واحد د عکسونو له مخې دغه ودانۍ بېرته په خپله پخوانۍ بڼه ورغاولې.
جمهورريیس غني وویل: د انکشاف او د خلکو د لا وصلولو په موخه به د مرکزي زون په هره ولسوالۍ کې د بالا باغ په څېر باغ او ماڼۍ ورغاول شي.
هغه زیاته کړه، دا ماڼۍ به د خلکو په مخ پرانیستې وي او تاسې فرهنګیان مې نن ځکه راوستلئ چې په دې اړه خپل نظرونه او مشورې راسره شریکې کړئ.
د هېواد جمهورريیس وویل: د دارالامان ماڼۍ د بیا رغاونې په اړه چې له بهرنیو متخصصینو سره وغږېدم، هغوی وویل، په درې څلورو کلونوکې یې د بیارغاونې چارې بشپړېږي، خو د ارګ عملیاتي واحد په ۱۸ میاشتو کې په همغه پخوانۍ بڼه، ښه کیفیت او د تخمین شوي لګښت څو برابره ارزانه په لس میلیونه ډالره دارالامان ماڼۍ ورغاوله.
د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش جمهورريیس او ورسره پلاوي ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: د دغو ماڼیو بیارغاونه اسانه نه وه،  ځکه چې موږ هیڅ تخنیکي اسناد نه لرل، د دې ماڼیو عکسونه او ځینې هغه کورنۍ مو پیدا کړې چې مشرانو یې دلته کار کړی وو.
د عکسونو له مخې او د همغو کورنیو د غړو پر مټ مو د ماڼیو د بیارغاونې چارې پیل کړې.
ده وویل: بالاباغ کې د دغو ټولو ودانیو پر بیارغاونې چې له دولتي بودجې څخه تمویلېږي، تر  دې مهاله یونیم سل میلیونه افغانۍ لګول شوي دي. په دې ماڼیو کې د کونړ همغه لرګي کارول شوي چې د دارالامان ماڼۍ لپاره پلورل شوي وو چې د تاج بېګ او جبل السراج ماڼیو لپاره هم ورڅخه استفاده کېږي.
عطاش وویل: د دغو ماڼیو ترڅنګ له یوې ماڼۍ څخه بلې ماڼۍ ته غځېدلې لارې هم په پخوانۍ بڼه همغسې په شګو پوښل شوي دي.
ده زیاته کړه: ٧٠٠ کاریګرو د دغو ماڼیو په بیارغاونه کې په ډېره مینه او لېوالتیا د سهار له ٦ بجو څخه د ماښام تر ٦ بجو پورې کار کړی او زحمتونه یې اېستلي دي. 
عطاش له بېلابېلو ماڼیو څخه د کتنې پرمهال جمهورريیس او ورسره پلاوي ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: د اعلیحضرت ماڼۍ مخه چې خوړ وو، له خاورو مو ډکه کړه او بیا مو چم ورباندې وکاره چې دا مهال په یو وخت د دیارلس زره کسانو د ځایولو ظرفیت لري. هغه زیاته کړه،
د بالاباغ ماڼیو شاوخوا تپې او غونډۍ به په ونو شنې شي او  پر سر به یې یوه ماڼۍ هم جوړه شي.
ده همدارنګه وویل: د ارګ عملیاتي واحد په ټول هېواد کې پر ٧٠٠پروژو کار کوي چې ځینې یې بشپړې شوي دي او د ځینو د تطبیق او بیارغاونې چارې ادامه لري.
بیا یې د اړوندو پروژو انځوریز نندارتون هم جمهورريیس او ورسره پلاوي ته وروښود.
هغه وویل: د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې موخه داده چې پروژې ارزانه، په ښه کیفیت او پر وخت تطبیق او خلکو ته کار پیدا کړي.
هغه زیاته کړه، د تاج بېګ ماڼۍ اتیا سلنه چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په بالا باغ کې د اماني عصر د بېلابېلو رغاول شویو ماڼیو له نندارې وروسته جمهوررييس غني لیکوالو او فرهنګیانو ته د وینا پرمهال وویل:  په کابل ښار کې د فرهنګ د احیا لوی کار د علم ګنج باغ احیا ده او په همدې موخه د ملي دفاع وزارت اړوند ی١١ ودانۍ د احیا په حال کې دي.
جمهورريیس څرګنده کړه، د دغو ودانیو یو سالون د سلام خانې یو نیم برابر دی        د شعر، هنر ، موسیقۍ او د مېرمنو د تشبث لپاره اساسي ځای د برابرېدو په حال کې دی. د چهار چته کار د جریان ترڅنګ د کابل ښار د انکشاف او تحول طرحه په شپږو ټوکونو کې برابره شوې او هیله ده چې کابل به د سیمې او نړۍ ښکلی ښار او پايتخت شي.
جمهورريیس وویل:د کابل له زون بندۍ وروسته به په کابل کې ١٦ کوریډورونه جوړ شي. د تاریخي بالاحصارونو ترڅنګ به د شل کاروان سرایونو چې زموږ د سوداګرۍ د تاریخ برخه ده د بیارغاونې چارې پیل شي. همدارنګه یې له لیکوالو او فرهنګیانو وغوښتل چې په دې اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
جمهورريیس غني د لرغون پېژندنې ارزښت ته په اشارې په ټینګار سره وویل: د افغانستان ډېرې لږ نقطې دي  چې متن لري. متن او فرامتن ته د ارتباط ورکولو لپاره دې یوه کمېټه ایجاد شي. 
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه، افغانستان په راتلونکو کلونو کې تر هر څه زیات فرهنګي احیا ته اړتیا لري، موږ باید د خپلې خاورې هره برخه افغان ماشوم ته تمثیل کړو او په دې برخه کې دې د لیکنو ترڅنګ فلم، هنر، نقاشي او نورو بېلابېلو ابعادو ته هم پاملرنه وشي. 
جمهورريیس فرهنګیانو ته په خطاب کې وویل: فرهنګ دولت نشي تولیدولی، تاسو یې تولیدوئ. د فرهنګي احیا لپاره دې یو بنسټ جوړ شي چې دولت هر کال یوه اندازه پیسې ورکړي او د فرهنګیانو په مدیریت  دې په ښه توګه د فرهنګ د احیا او تولید لپاره ولګول شي.# پاى- ذ

 

back to top