21 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د افغانستان د تفتیش ادارې ريیسې د معرفي په مراسمو کې ګډون وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٧مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون د افغانستان د تفتیش ادارې ريیسې غزال حارس د پېژندنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو په کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهورريیس دویم مرستیال او یو شمېر دولتي مقاماتو حضور درلود، په پیل کې د جمهورريیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د هېواد د جمهورريیس حکم ولوست.
جمهورريیس غني په خپله وینا کې اغلې غزال حارس ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د جمهورريیس لومړنۍ وظیفه د قانون تطبیق دی او زه ویاړم چې عدلي او قضايي ارګانونه خپلې دندې د اړوندو مسوولینو تر مدبرانه مدیریت لاندې د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې ترسره کوي.
هغه زیاته کړه، حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې پام وړ پرمختګونه لرلي او اړتیا ده چې په دې برخه کې هڅې ګړندۍ شي.
محمد اشرف غني وویل: د جمهورريیس په ګډون که پر دولتي مقاماتو هره ادعا موجوده وي د پلټلو وړ ده او د افغانستان د تفتیش ادارې د ایجاد اړتیا هم همدا وه، چې ناوړه مادي او معنوي استفادې وارزوي.
جمهورريیس له اغلې غزال حارث څخه چې د دغې مهمې ادارې مسوولیت یې ومانه مننه وکړه او ټولو ادارو ته یې له نوموړې سره د لازمې همکارۍ لارښوونه وکړه.
وروسته د افغانستان د تفتیش ادارې ريیسې غزال حارس پر نوموړې د جمهورريیس د باور مننه وکړه او ويې ویل، تعهد کوم چې په بشپړ قاطعیت او بې طرفۍ به د هېواد د نافذه قوانینو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پالیسیو په رڼا کې خپله دنده مخته وړم.
هغې وویل: د فساد پدیده پېچلې ده او په ټولنه بدې اغېزې لري چې بدبختانه یې د حکومتوالۍ بهیر او په ټوله کې ولسواکي له ننګونو سره مخ کړې ده.
د افغانستان د تفتیش ادارې ريیسې وویل: فساد سره مبارزه وخت ته اړتیا لري، خو هڅه کوم خپلې دندې په سم ډول مخته یوسم، ترڅو پر دولت د خلکو باور اعاده شي.
اغلې حارس د خپلو خبرو په پای کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې پر سیاسي او ولسي ملاتړ ټینګار وکړ.#پاى- ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.