23 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  د سمنګانو اوسېدونکو د تاوتریخوالي د کمښت هرکلی وکړ

د سمنګانو اوسېدونکو د تاوتریخوالي د کمښت هرکلی وکړ

کابل/ د کب ٤مه/ باختر د سمنګانو یو شمېر اوسېدونکو د...

  د لوګر اوسېدونکو د تاوتريخوالي د کمښت ملاتړ وکړ

د لوګر اوسېدونکو د تاوتريخوالي د کمښت ملاتړ وکړ

کابل/ د کب ٤مه/ باختر د لوګر اوسېدونکو په هېواد کې...

د تصوف د متنونو د پېژندنې او برابرولو لومړنۍ کاري غونډه جوړه شوه

د تصوف د متنونو د پېژندنې او برابرولو لومړنۍ کاري غونډه جوړه شوه

کابل/ د کب ٤مه/ باختر د تصوف د متنونو د پېژندنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان اوفرانسې دبهرنيو چارو وزيرانو نن ددواړو هيوادونو ترمنځ داوږدمهالو همکاريو سندونه يوبل ته ورکړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
دافغانستان اوفرانسې دبهرنيو چارو وزيرانو نن ددواړو هيوادونو ترمنځ داوږدمهالو همکاريو سندونه يوبل ته ورکړل.
دغه سندونه دروان کال په لومړيو وختو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت اودفرانسې د جمهورو رييسانو له خوا لاسليک شوي و اودهيواد دملي شورا له تصويب وروسته يوبل ته ورکړل شول.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول  په هغه ګډ  خبري  کنفرانس کې چې له خپل فرانسوي سيال سره يې درلود  دافغانستان اوفرانسي  ترمنځ دتاريخي  دوستي ته اشاره وکړه او ويې ويل چې افغانستان اوفرانسه  ددوستي اتياکلنه سابقه لري اوداکولاي شي ددواړو ملتونو ترمنځ  ددوستي اوهمکاري  ژورپيوندونه لا پسې پياوړي کړي.
دبهرنيو چارو  وزير دغه راز څرگنده کړه چې دافغانستان خلک هيڅکله دفرانسې ددولت  اودخلکو همکاري نه هيروي  .
دغه راز په دې خبري کنفرانس کې دفرانسې دبهرنيو چارو  وزير دافغانستان اوفرانسې  ترمنځ داوږدمهالو همکاريو سند ددواړو هيوادونو ددوستي سمبول وباله اوزياته يې کړه  چې دغه سند ترشلو کلونو پوري د دواړو هيوادونو  همکاري  تضمينوي اوله شلو کلونو وروسته هم دتمديد وړ دي.
دغه رازده په نږدي راتلوونکې کې دافغانستان لپاره دکادري روغتون دجوړولو خبرورکړ.
دفرانسې دبهرنيو چارو وزير دغه راز زياته کړه  چې د ٢٠١٤ کال وروسته دفرانسي  يوه برخه ځواکونه پاتي کېږي  اودافغانستان دامنيتي ځواکونو دروزنې په برخه کې  مرسته کوي .
افغانستان اوفرانسې  د روغتيا، کرنې ،  کانونو ، امنيت ، جيولوجي اوپه نورو برخو کې  داوږد مهالو همکاريو سند لاسليک کړي دي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.