18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د فراه امنيې قوماندانۍ نن په...

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر څلور وسله وال طالبان تېره شپه...

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهورريیس محمد اشرف غني د وینا متن

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې٢٦مه / باختر 
د افغانستان د دفاع د اتل شهید ستر جنرال عبدالرازق د شهادت د لومړي تلین په مناسبت د جمهورريیس محمد اشرف غني د وینا متن
۲۶ میزان ۱۳۹۸
بسم الله الرحمن الرحیم
ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله، ټول مشران، جنرال صاحب تادین خان، ګرانو هېوادوالو، د افغانستان د ملت د برحقه شهیدانو اولادونو او وارثینو، درنو حاضرینو، خویندو او وروڼو!
تر هر څه لومړی د اسلام د ستر لارښود تحفه تاسو ته وړاندې کوم؛
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
لومړی باید د افغانستان د ملت د برحقه شهیدانو، په ځانګړي ډول زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو اروا ته دعا وکړم او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د عاجلې شفا هیله وکړم.
جنرال عبدالرازق زموږ د امنیتي ځواکونو له هغو رښتینو او زړورو بچیانو څخه و چې د افغانستان د دښمنانو د یوې لویې دسیسې په پایله کې د هېواد په دفاع کې شهید شو، مګر نن زرهاوو نور عبدالرزاق خانان جوړېږي.
نن موږ د افغانستان د خلکو د دغه اتل په ویر کې راټول شوي یوو او زه د هېواد د جمهورريیس او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه د هغه د شهادت د لومړي تلین په مناسبت د شهید جنرال عبدالرازق درنې کورنۍ، تادین خان، امنیتي ځواکونو او د افغانستان عظیم ولس ته تسلیت وایم.
جنرال صاحب رازق یو وطنپال او داسې جنرال و چې په ټولو خلکو ګران و. ټول افغانان ښځې او نارینه، ځوانان او سپين ږیري هغه د وطن یو واقعي سرتېری باله. دا قندهار او ټول افغانستان ته د ویاړ ځای دی چې ټول افغانستان د جنرال رازق په ویاړ غمجن و.
د جنرال رازق شهادت وښودله چې د پردیو د دسیسو باوجود د افغانستان خلکو اوس هم په یوه غږ له هېواد او زړورو سرتېرو څخه په ملاتړ کې خپل یووالی ساتلی دی. هغه تشه چې دوی غوښته چې په لوی قندهار او افغانستان کې راشي، رانغله او هېڅ وخت به نه راځي.
زه د شهید جنرال مومن کورنۍ او همدارنګه د شهید جنرال قهرمان کورنۍ ته چې تېره ورځ یې د تلین ورځ وه، د زړه له کومې تسلیت وایم.
جنرال رازق تل د دښمنانو او تروریستانو د دسیسو او توطیو په وړاندې پر ودرېدو ټینګار کاوه. د ده ټینګار زموږ د ټول ولس ټینګار دی، تروریستانو واورئ!
هغه د دې هېواد رښتینی بچی و او زه د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه زموږ د خلکو د ملاتړ په لاره کې د هغه د اتلولیو او سرښندنو قدرداني او مننه کوم.
موږ ټول د دې شاهدان وو، په کومه ورځ چې جنرال رازق شهید شو، له بدخشان څخه تر هلمند او له هرات څخه تر ننګرهاره ټول د هغه د له لاسه ورکولو په غم او ماتم کې ویرجن وو. د جنرال رازق شهادت د هر افغان زړه ودرداوه او نن زموږ په څنګ کې د جنرال رازق نه شتون یوه لویه تشه او ضایعه ده.
د شهید ستر حنرال عبدالرازق د سرښندنو په درناوي او د نوموړي د اتلولیو د ژوندي ساتلو په خاطر  د افغانستان د پولیسو اکا‌‌‌‌‌‌ډمي د شهید جنرال عبدالرازق په نوم نومول کېږي.
زموږ هر پولیس به اوس به د جنرال رازق په قدم قدم ږدي او اتلوالۍ لپاره به کوښښ کوي.
برادران و خواهران عزیز!
خون تمام شهدای امنیتی و دفاعی ما به هدر نرفته، قربانی های این ها سبب شده که اکنون ما از یک آزمون بزرگ مردم سالاری به سربلندی تمام فایق آیم. با وجود تهدیدات، نگرانی ها و توطئه ها در برابر مردم سالاری و نظام جمهوری ما، نیرو های امنیتی و دفاعی توانستند انتخابات ریاست جمهوری را به گونه بهتر تامین امنیت کنند. جا دارد که از شجاعت و بیطرفی بی پیشینه ای که نیرو های امنیتی و دفاعی ما از خود در این انتخابات نشان دادند ستایش کنم.
همدارنګه وزیر صاحب د دفاع، وزیر صاحب د داخلې او د ملي امنیت ريیس، ټول جنرالانو، د ملي امنیتي او دفاعي قواوو له ټولو منسوبینو د زړه له کومې ستاسو له همغږۍ، وحدت او اتفاق نه مننه کوم. 
نیروهای امنیتی و دفاعی دلیر ما امسال، چهار موج حملات بزرگ دشمن را درهم کوبیده و ناکام ساختند. لا هم بریالي اوسئ!
نیروهای امنیتی و دفاعی ما پاسداران قانون اساسی، ارزش های ملی و استقلال کشور هستند.
مردم افغانستان، با وجود تهدیدات مستقیم گروه طالبان و فضای نامطمین سیاسی در انتخابات 6 میزان اشتراک کرده اراده قوی شان را برای دوام نظام جمهوری و رسیدن به یک صلح با معنی به نمایش گذاشتند. نظام جمهوری است که حافظ وحدت ملی است.
حضار گرامی!
مردم و دولت افغانستان خواستار صلح پایدار و با عزت است و به تمام تلاش ها، به هدف رسیدن به صلح متعهد است. صلح؛ همیشه اولویت من به حیث رییس جمهور کشور بوده است. صلح، خواست اصلی مردم ما است و حکومت افغانستان به تحقق آن متعهد است.
دولت جمهوری اسلامی افغانستان، در نتیجه تلاش های دوامدار در پنج سال گذشته صلح را به یک گفتمان ملی مبدل ساخت. مردم ما نسبت به هر زمان دیگر ارزش قطع جنگ و آمدن یک صلح پایدار را احساس می کردند. از زحمات جناب قانونی صاحب و تمامی دوستان، تشکر می کنیم.
دولت افغانستان به عنوان طراح، مدافع و تطبیق کننده صلح، به فیصله های لویه جرگه مشورتی صلح احترام قایل است و تعقیب راهکار پیشنهاد شده از سوی این جرگه را به محوریت مردم و مالکیت دولت افغانستان، مسئولیت خود میداند.
صلح مهمترین خواست ملت افغانستان است و بنیادی ترین مسوولیت حکومت است. حکومت افغانستان درچارچوب ارزش های ملی، منافع ملی و مصالح علیای کشور با عقلانیت تمام و مبتنی برخواست ملت بخصوص مطالبات جرگه مشورتی صلح؛ این روند ملی را به پیش خواهد برد.
در اخیر یک بار دیگر یاد جنرال رازق شهید و سایر هم سنگران شان را که برای حفاظت جان و مال مردم، حراست از وطن و استقلال جان های شیرین شانرا از دست دادند گرامی داشته به بازمانده گان شان تسلیت عرض میدارم.
راه این قهرمانان ادامه می یابد.
زنده باد افغانستان
یشه سن افغانستان
ژوندی دې وي افغانستان

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.