18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د فراه امنيې قوماندانۍ نن په...

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر څلور وسله وال طالبان تېره شپه...

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس محمد اشرف غني د امریکا له دفاع وزیر سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دتلې۲٩مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د امریکا متحدو ایالتونو له دفاع وزیر  مارک اسپر  سره چې د دغه هېواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دواړو لوریو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر امنیتي مسایلو، تروریزم سره د مبارزې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر همکاریو بحث او خبرې وکړې.
په پیل کې مارک اسپر د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت او خلکو په استازیتوب د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تروریستي پېښې په خاطر خپله خواخوږي او همدردي جمهورريیس غني ته څرګنده او د جمهوري ریاست د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو او په دغه ملي بهیر کې د خلکو د ګډون په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت هڅې وستایلې.
همدارنګه د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دامریکا د مرستو پر اغيزمنتوب ټینګار وکړ.
جمهورريیس غني د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ اداري فساد سره د مبارزې په ځانګړي ډول د هېواد په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د عملي او سیستماتیکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او د راتلونکو اقداماتو په اړه یې هم رڼا واچوله.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو تر څنګ د افغانستان، سیمې او نړۍ د اوضاع په اړه هم بحث او خبرې وکړې.#پاى- ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.