18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د فراه امنيې قوماندانۍ نن په...

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر څلور وسله وال طالبان تېره شپه...

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د امریکا متحدو الایاتو د کانګرس پلاوي سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دتلې۲٩مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون د نانسي پلوسي په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس پلاوي سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې جمهورريیس غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او په تېرو ۱۸ کلونو کې یې له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د همېشني مالي او سیاسي ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.
دغه راز جمهورريیس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قربانیو چې د دواړو هېوادونو د ثبات، امنیت او ګډو موخو لپاره جنګېدل، قدرداني وکړه.
جمهورريیس غني په ولسواکو پروسو کې له افغانستان سره  د امریکا متحدو ایالتونو د مرستې په خاطرمننه وکړه او ويې ویل، له امریکا سره زموږ مشارکت پایداره وو او پایدار به پاتې شي.
هغه زیاته کړه، د سپتمبر د ۱۱ تراژیدۍ زموږ هېوادونه سره متحد کړل، موږ له افغانستان څخه د امریکا د لازیات ملاتړ او په بېلابېلو په ځانګړي ډول امنیتي برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.
جمهورريیس د سولې په اړه وویل: سوله زموږ لپاره لومړیتوب لري، خو هغه سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وي او د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه په کې خوندي شي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه، په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هيوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د دواړو هيوادونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي.
دغه راز د هېواد لومړۍ مېرمن هم په خپلو خبرو کې وویل: په افغانستان د ښځو رول له حاشیې څخه متن ته راغلی او ښځې په لویو تصمیمونو کې پام وړ ونډه لري.
په دې کتنه کې افغان لوري د ښې حکومتوالۍ، تروریزم او اداري فساد سره د مبارزې، د ملکي خدمتونو په برخو کې د اصلاحاتو او د پوهنې د ودې په برخو کې د خپلو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او پر تلپاتې سولې یې چې د افغانانو ګټې په کې خوندي وي، ټینګار وکړ.
جمهورريیس همدارنګه د ګواښونو کُلي وضعیت تشریح کړ او ويې ویل، القاعده او داعش لا هم افغانستان او د امریکا متحدو ایالتونو ته د جدي ګواښ په توګه مطرح دي، طالبان تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي او په قصدي توګه ملکي وګړي خپل هدف ګرځوي، موخه یې دا ده چې نظام ته زیان ورسوي له نېکه مرغه خپلې موخې ته ونه رسېدل.
جمهورريیس غني د جمهوري ریاست ټاکنو د بریالي ترسره کېدو په اړه وویل: زموږ هېوادوال د ټولو ګواښونو باوجود د رای ورکولو مرکزونو ته لاړل او امنیتي او دفاعي ځواکونو مو په بې پرې توګه د دغه ملي بهیر امنیت ټینګ کړ.
ورپسې د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي وویل: په افغانستان کې زموږ د حضور دلیل دا دی چې یو وخت طالبان په دې هېواد کې د هغو تروریستانو کوربه وو چې پر موږ يې برید وکړ او موږ هیڅکله نه غواړو چې افغانستان بيا د تروریستانو پر ځاله بدل شي.
نوموړې په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې وستایلې او ويې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو په کانګرس کې زموږ لپاره یو لومړیتوب د افغان ښځو د حقونو تامین او د لاسته راوړنو ساتنه ده.
اغلې پلوسې څرګنده کړه، موږ د ستاسې لاسته راوړنو، تعهداتو او لومړیتوبونو او دغه راز د امریکا متحدو ایالتونو سره د دوامداره دوستۍ په خاطر ستاسې د هڅو درناوی کوو او زموږ لپاره د دغو ګډو لاسته راوړنو ساتنه لومړیتوب لري.# پاى- ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.