14 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وشوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وشوې

کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد...

په کابل ښار کې ۱۶۰۷ د ملکیت سندونه وویشل شول

په کابل ښار کې ۱۶۰۷ د ملکیت سندونه وویشل شول

کابل/ د چنګاښ ۲۳ مه / باختر د ښارجوړولو او ځمکو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

قاضي القضات او دسترې محکمې رييس : همکاربنسټونه دېخپل پروګرام له قضايه قوې سره په همغږى کې عيار کړي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر :
قاضي القضات او دسترې محکمې  رييس قانونپوه سيديوسف حليم نن دعدالت پروژې له رييس  ايريک سره وکتل .
باختراژانس ته دسترې محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې، په دې کتنه کې لومړى دعدالت پروژې  رييس دمدني،سوداګريزو  محاکماتوداصولو،  دمحکمودادارې سيستم ، دځمکې داختلافونو دحل اوفصل او دکورنۍ  دقانون ، دزده کړيزو سفرونو دبرابرولو ،دکاري ديتابيسونو او دانلاين ديتابيسونه په رامنځته کولو کې  دهمکارى او دقوانينو  دبيا  کتنې کمېټې له جوړولو سره دمالي ملاتړ په برخو کې داداري او قضايي منسوبانو لپاره دزده کړيزو پروګرامونو دجوړولو  په ساحو کې دترسره شويو همکاريو په باب  معلومات ورکړل . او دراتلونکو پروګرامونو جزئيات يې هم بيان کړل چې دهمکاريودزياتي  پراختيا څرګندوى دى .
په مقابل کې دسترې محکمې رييس له همکاريو څخه دمننې په څرګندولو سره دقضايه قوې داساسي لومړيتوبونو په باب چې دعمل په پروګرام کې تصريح شوي دي ترکيز  وکړ اوزياته يې کړه چې همکارې موسسې او بنسټونه دې بايد خپل پروګرام دقضايه قوې له اړتياو او غوښتنو سره سم او په همغږى  او اړيکه کې عيار کړي چې دپلانونو اوپروګرامونو په تطبيق  کې ښه اغيزه ولري  او له ادارې سره دښو قضايي خدمتونو په وړاندې  کولو کې مرسته وکړي چې دپروژې لورې ژمنه څرګنده کړه
دواړو لورو په دې کتنه کې دعلاقې وړ نورو مسئلو په باب هم خبرې وکړې .
ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Tuesday, 22 October 2019 04:29

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.