18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر عبدالله عبدالله : دافغانستان او امريکا دوستي ستراتيژيکي او تل پاتې ده .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر :
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله تېر ماښام دامريکا دمتحده ايالاتو دسنامجلس درييسې ميرمن نانسي پلوسي  په مشرۍ ددغه هېواد دکانګرس له هيئت سره  په سپيدار ماڼۍ کې وکتل .
باختراژانس ته د اجراييه رياست دمطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې ، په دې کتنه کې داجراييه رييس له افغانستان سره دامريکا دمتحده ايالاتودکانګرس له هراړخيزاو پراخ ملاتړ  څخه قدرداني وکړه .
ډاکتر عبدالله عبدالله  دغه راز له ډار اچونې سره په مبارزه او دسولې په تامينولو کې دامريکا دمتحده ايالاتو  دسخاوتمندانه مرستو او قربانيو  له امله مننه وکړه او ددواړو هېوادونو ترمنځ يې  دګډو اودستراتيژيکي  همکاريو ددوام غوښتنه وکړه .
دهېواد اجراييه رييس وويل چې دافغانستان خلکو دجمهوري رياست انتخابات په برياليتوب سره ترسره کړل اودطالبانو له ګواښونو سره سره دولسواکۍ دارزښتونو ددفاع لپاره دراى ورکولو صندوقونو ته لاړل او دخپل نظر وړ نوماند ته يې راى ورکړې .
  ډاکتر عبدالله زياته کړه اوس دافغانستان خلک د انتخاباتو دخپلواک کمېسيون له لوري دپايلو اعلام ته سترګې پرلاره دي اوله رونټيا پرته په بل څه قانع نه دي .
اجراييه رييس  سولې ته درسېدو لپاره دهڅو په باره کې وويل چې سوله دافغانستان دخلکو له لومړيتوبونو څخه ده او دى، ددغوهڅو ملاتړ کوي .
ډاکتر عبدالله عبدالله دغه راز ټينګاروکړ چې رښتينې   سولې او دجګړې بنديدو ته درسېدو لپاره هرراز قربانى ته چمتو دى .
اجراييه رييس وويل چې دافغانستان خلک ددې تر څنګ چې دسولې غوښتونکي دي دوروستيو کلونو دلاس ته راوړنو او دخپلو حقوقو ساتنه کوي .
ميرمن نانسي پلوسي  داجراييه رييس له کوربه توب  څخه په مننې سره وويل افغانستان او دامريکا متحده ايالات ستراتيژيکي  دوستان او متحدين دي او ددواړو هېوادونو ترمنځ دوستي او همکاري  دوام مومي .
  ميرمن پلوسي  وويل : هغوى نه غواړي چې افغانستان يوځل بيا دډار اچوونکو په پټنځي  بدل شي له همدې امله غواړي چې حالت له نږدې  تر نظر لاندې ولري
چې  له ډار اچونې سره دمقابلې  لپاره ددواړو هېوادونو فعاليتونه په همغږى سره دوام ومومي .
ميرمن پلوسي په برياليتوب سره په افغانستان کې دجمهوري رياست  د انتخاباتو دترسره کېدو هرکلي وکړ او دموکراسى ته داعتبار ورکولو او دانتخاباتو په پايله کې درامنځته شوي حکومت دمشروعيت لپاره يې دبهير   په رونټيا  باندې ټينګاروکړ .
ميرمن پلوسي  دخپلو خبرو په يوه برخه کې اجراييه رييس ته په خطاب کې وويل له تاسو سره له هغه وخت څخه چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير وې بلدتيا لرم .  موږ غواړو چې په افغانستان کې دافغانانو په رهبرى او مالکيت سوله تحقق ومومي ، امنيت ټينګ شي  دافغانستان اقتصاد ښه والى ومومي او دافغانستان خلک په امنيت اوسوکالۍ کې ژوند وکړي .
  ختم_ عطاالله- اکرم

Last modified on Tuesday, 22 October 2019 04:31

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.